لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان: ایران له روس سره د اتحاد له کبله یو "نړیوال چېلنج" دی


واشنګټن ـــــ امریکا او اتحادیان یې له ایران سره د یو نړیوال خطر په توګه چلند کوي او خبرداری یې ورکړی چې له روس سره د زیاتېدونکي اتحاد او د اوکراین په جګړه کې همکاري یې دا معنا لري چې د تهران ناارامه کوونکي فعالیتونه به تر پخوا د ډېر خطر سبب شي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکې د دفاع وزارت مرستیالې ډپټي سیکرټرې ډانا سټرول د سه شنبې- نهې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

"اوس موږ په یو داسې مرحله کې یو چې د ایران خطرونه نور یواځې تر منځني ختیځ پورې محدود نه دي، بلکې اوس یو نړیوال چېلنج دی".

ایران د امریکې د دفاع وزارت د مرستیالې دې تازه تورونو ته لا څه جواب نه دی ویلی.

مېرمن سټرول د تهران او ماسکو تر منځ د پوځي همکاریو زیاتوالي په ځانګړې توګه روسي ځواکونو ته د ایران له خوا د یواړخیزه ډرون الوتکو برابرولو ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ناوړه همکارۍ د مخنیوي لپاره دې نړیوال اتحاد جوړ شي:

"دا تمه کول مناسبه ده چې ایرانیان په اوکراین کې کومه حکمت عملي، تکنیکونه او تګلارې زده کوي او بشپړوي یې دا به یوه ورځ په منځني ختیځ کې زموږ همکارانو ته راځي، ځکه خو موږ اوس همکاري کوو، استخباراتي معلومات سره شریکوو او په دغو نیټورکونو ځان پوهوو او خپلې ګډې دفاعي وړتیاوې زیاتوو چې په سیمه کې د دغو خطرونو مخنیوي ته تیار و اوسو".

مېرمن ډانا سټرول د امریکې وروستۍ اعلی چارواکې ده چې له روس سره د ایران د اتحاد په اړه خبرداری ورکوي.

د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د سي ای اې مشر ویلیم برنز هم د ماسکو او تهران زیاتېدونکې اړیکې "پرېشانوونکې" بللې وې. ښاغلي برنز له سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي وو، "دا اوس په ډېرې تېزۍ سره په ډېر خطرناک اړخ باندې حرکت کوي":

"موږ خبر یو چې ایرانیانو مخکې لا روس ته په سلګونو وسلوالې ډرون الوتکې ورکړې دي، موږ پوهېږو چې دوی د توپونو او ټېنکونو لپاره ګوله بارود هم ورکړي دي."

د سي ای اې مشر ویلیم برنز ویلي وو، داسې نخښې نښانې شته چې کېدای شي ماسکو ایران ته د روس جوړې شوې جنګي الوتکې ورکړي، وایي ممکنه ده روس له تهران سره د خپل بېلسټیک مزایلو په پروګرام کې مرسته وکړي.

خو ایران دا تورونه ردوي چې ګواکې روس ته یې ډرون الوتکې په اوکراین د ماسکو تر یرغل وروسته ورکړې دي. تهران د تېر کال په نومبر کې منلې وه چې ډرون الوتکې یې روس ته تر جګړې مخکې ورکړې وې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت "د ترهګرۍ په اړه د 2021م کال په رپوټونو" کې ایران د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په سر کې بللی وو، چې وایي په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ او نورو غیرقانوني فعالیتونو سره مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG