لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان به په 2023م کال کې د نړۍ ستر بشري ناورین وي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړو په تازه غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو پر سرغړونه اندېښنه ښکاره کړې ده، بل لور ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې به سږ کال هم د نړۍ "ستر بشري بحران وي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو سمبالوونکي رمیز الکباروف د نهې- سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان 28 میلینه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړ دي. ښاغلي الکباروف له کابله د ویډیو لینک له لارې وویل:

"په ترکي او شام کې له وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې سره سره به افغانستان په 2023م کال کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین وي".

ملګرو ملتونو او متحدینو یې د روان کال دپاره له افغانانو سره د مرستې لپاره له نړۍ څخه د 4.6 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي الکباروف وویل، په افغانستان کې په تېر یونیم کال کې مجموعي کورني پیدوار یا جي ډي پي تر 35 فیصده پورې را کم شوى، د بنیادي خوراکي شیانو بيې 30 زیاتې شوې او بې روزګاري 40 فیصده زیاته شوې ده، چې وایي د بې روزګاره شویو کسانو شمېر اووه لکه ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو مرسته کوونکو ادارو په دې باوجود په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کار ته دوام ورکړی چې هغوی تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم ځنډولی او ښځې یې له کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو له کار کولو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیز الکباروف په دې اړه وویل، ملګري ملتونه د افغانو نجونو او ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي او وایي د نجونو د بندو سکولونو د بیا پرانیستلو په اړه یې د طالبانو له چارواکو سره په هره کچه خبرې روانې دي:

"په خواشینۍ سره وایم چې تر نن ورځې مو د نجونو د ځنډېدلي‌ تعلیم په برخه کې کوم خبر یا هڅوونکی پرمختګ نه دی لیدلی. موږ ښه خبر یو چې له بده مرغه سکولونه لا تړلي دي او د دې بندیز یو کال کېږي، خو هیله مو دا ده چې دا بندیز به ختم شي".

بل لور ته د فرورۍ پر 27مه او 28مه په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه په 52مه غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د سعودي عرب د بشري حقونو د کمیشن مشرې هلا بنت مزیاد التویجري وویل، هېواد یې د طالبانو له حکومته غوښتي خپلې هغه پرېکړې دې بیرته واخلي چې ښځې د پوهنتون له تعلیم را ګرځوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په غونډه کې د خبره په وخت سکولونو ته د افغانو نجونو پر تګ او پر ښځو د طالبانو پر بندیزونو کلکې نیوکې وکړې.

مېرمن بیرباک وویل، د ښځو حقونه یواځې بشري حقونه نه بلکې دا په ټولنه کې د بشري حقونو د حالت ښکارندویي هم کوي، وایي لکه په افغانستان کې چې طالبانو ښځې د ولسي ژوند له ټولو برخو په زوره ایستلې دي:

"نړیواله ټولنه باید [په افغانستان کې] د مرستو د پروګرامونو په اړه په همږغۍ سره یو ګډ دریځ ولري او دا خبره روښانه کړي چې ښځې د دغو مرستو [په وېشلو کې] مهم رول لري، که نه وي نو دا به ښځو او ماشومانو ته ونه رسیږي".

له سعودي او جرمني پرته د انډونیشیا، بلجیم، فرانس، لیکټنسټاین، یونان، ترکي، اسټریا او یورپي اتحاد استازو هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو خصوصاً پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او د دې حالت د بدلون غوښتنه یې وکړه.

طالبانو د ملګرو ملتونو دې تازه غونډې ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د بشري حقونو د سرغړونو رپوټونه رد کړي دي او ویلي یې دي‌ چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون هر چاته خپل حقونه ورکړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG