لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوحې تړون درېیمه کلیزه: طالبان وایي عملي کړی یې دی خو امریکا د سرغړونې تور پرې لګوي


واشنګټن ــــ طالبانو نن د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت دعوه کړې چې دا تړون دوی پوره عملي کړی دی خو تور یې پورې کړی چې امریکې ترې سرغړونه کړې ده، خو امریکا وایي طالبانو د خپل حکومت په یونیم کلنه واکمنۍ کې د دوحې تړون له پامه غورځولی دی.

د طالبانو حکومت د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې د دوحې تړون کلیزه د یوې لویې غونډې په بڼه لمانځلې چې د طالبانو مرکزي وزیرانو، د کابینې غړو او نورو اکثرو د دوی د ډلې خلکو پکې ګډون کړی دی خو په دې غونډې کې نور افغان سیاستوال نه تر سترګو کېدل.

د طالبانو د رئیس الوزراء یا وزیراعظم د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادرغونډې ته وویل، چې "افغانانو د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی"، وایي دوی داسې ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې "د هېواد ټول قشرونه [طبقې] " پکې برخه لري.

که څه هم ملا برادر خپل حکومت ته "د افغانانو د حکومت" نسبت وکړ، خو نړۍ تر اوسه د طالبانو حکومت د افغانستان د استازي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني ځکه چې وایي دوی د ټولو افغانانو استازی ټولشموله حکومت نه دی جوړ کړی.

عبدالغني برادر تور پورې کړ چې امریکې خپلې هغې ژمنې نه دي پوره کړې چې په قطر کې یې په مذاکراتو او وروسته د سولې په تړون کې ورسره کړې وې. ملا برادر وویل:

"امریکا تر وتلو وروسته هم پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی، د اسلامي امارت د مسئولینو نومونه یې د پخوا په څېر په تور لیسټ کې ساتلي، بندیزونه یې پرې لګولي او د افغان ملت شتمني یې په ناروا ډول کنګل کړې ده".

ملا برادر وویل، امریکې چې له دوی سره په څومره موده کې د بندیانو د خوشي کولو ژمنه کړې وه هغه یې ډېر وځنډول او وایي امریکې په څورلسو میاشتو کې د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې وه خو په اتلسو میاشتو کې ووتل.

د دوحې تړون ملا برادار د طالبانو په استازیتوب او زلمي خلیلزاده د امریکې په استازیتوب د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه لاسلیک کړی وو. خلیلزاد هغه وخت د افغانستان لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت استازی وو.

زلمي خلیلزاد تازه له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي، طالبانو چې د ښځو پر کار او تعلیم بندیز لګولی وایي دا "لویه تېروتنه" ده چې د منلو وړ نه ده. خلیلزاد وایي د طالبانو اکثر مشران هم د دوی د داسې پرېکړو خلاف دي:

"اصلاً دا د اسلام خلاف کار دی، د اسلامي نړۍ مشرانو هم وویل چې ښځې د کار او تعلیم حق لري، خپله طالبان هم چې په دوحه کې وو، ویډیوګانې یې شته چې وعده یې کړې وه، که دوی [د ښځو د حقونو] مسئله حل نه کړي له دوی [طالبانو] سره د دنیا روغه ګرانه ده".

د دوحې تړون یو لاسلیکوونکی ملا عبدالغني برادر وایي دوی له نړیوالو سره اړیکې او پر نېک نیتۍ ولاړ دوه اړخیز تعامل غواړي. برادر د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو تورې یې پورې کړ، چې نور هېوادونه هم له طالبانو سره د اړیکو له جوړولو را ګرځول کېږي.

امریکا وایي طالبانو ورسره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره نه پرېږدي، خو وایي د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري موجودیت او په ډرون برید کې وژلو ثابته کړه چې د القاعده او داعش خراسن مشران او نور غړي هلته فعالیت کوي.

خو طالبان که یوې خواته په افغانستان کې د ایمن الظواهري په ګډون د القاعده ډلې د مشرانو له موجودیته انکار کوي، د داعش په اړه هم وایي چې هلته ښکاره کوم ځای او مرکز نه لري خو وخت په وخت په عملیاتو کې د دې ډلې د وسلوالو او قومندانانو د وژلو دعوې کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې «سیګار» د فرورۍ پر 27مه پخپل تازه رپوټ کې هغه سببونه په ګوته کړي وو، چې له کبله یې افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې سقوط شول او په هغوی کې یې یو سبب د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو وتل ګڼلي وو.

د طالبانو او امریکې تر منځ د دوحې له تړون سره سم د 2020م کال په وروستیو میاشتو کې د هغه وخت له افغان حکومت سره مذاکرات پیل شول او څو ناستې یې په قطر کې وشوې، خو کله چې امریکې د 2021م کال په اپرېل کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو وروستی اعلان وکړ، له افغان حکومت سره خبرې بې نتیجې شوې او طالبانو د وسلو په زور د ولایتونو نیول پیل کړی چې په اخر کې د اګست پر 15مه په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG