لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: د روسانو هغه هڅه مو ماته کړې چې غوښتل یې اوکراینیان په ژمي کې زیات دردمن کړي


واشنګټن – د مارچ له پېلېدو سره اوکراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی روسانو ته لویه ماته ورکړې.

دا په داسې حال کې چې روسانو په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د برېښنا او اوبو په سیستمونو باندې بریدونه کول تر څو اوکراینیان په دې ساړه ژمي کې زیات دردمن کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا په ټویټر لیکلي، "د ۲۰۲۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټې، د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین یوه بله ستره ماته وخوړه."

هغه زیاتوي،‌ "له یخنۍ، تیارې او راکټي بریدونو سره سره اوکراین وساتل شو او خپل ژمني ترهګر ته یې ماتې ورکړه."

کولیبا وړاندې لیکلي، " د روس له اټکل سره خو اروپا کنګل نه شوه."

کولیبا دغه خبره ځکه لیکلي، چې له اوکراین سره متحدو لویدیځو هېوادونو د خپلو کورونو او کاروبارونو لپاره له روس څخه د تېلو رانیول بند کړي و.

کولیبا لیکلي، "زه له اکراین سره د خپلو شریکانو په درېدو مننه کوم."

په ورته وخت کې د جګړې په ډګر باندې د ختیځ بخموت لپاره جګړې زور اخیستی.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا ملیار وویل،‌ کیېف تازه سرتیري بخموت ته استولي دي که څه هم روسي ځواکونو ورو ورو خپلې مورچلې ځواکمنې کړې دي.

خو هغې و نه ویل چې په کوم شمېر تازه سرتیري ګمارل شوي دي او د ښار په دفاع کې به له هغوې څخه څه ډول کار اخېستل کېږي.

په بخموت کې د جګړې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم اوکراینيانو لا خپلې منګولې کلکې کړې دي خو روسي سرتیرو د ښار شاخوا ځینې کلي او سیمې نیولې دي او له ښار څخه له دریو لوریو څخه راتاو شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نهې یا سې شنبې په شپه خپله وینا کې وویل،‌ "په بخموت کې اوس هم تر ټولو سخت حالت دی او دغه جګړه د ښار د دفاع لپاره اړینه ده.‌ د جګړې زور یواځې زیاتېږي."

دا دوهمه پرلپسې شپه وه چې هغه د بخموت د جګړې د ډګر په اړه وینا کوله.‌

د ګل یا دوشنبې په ورځ هغه ویلي‌ و چې، دوښمن په دوامداره توګه ټول هغه شیان له منځه وړي چې زمونږ د ځایونو د دفاع لپاره کارول کېږي.

د اوکراین اقتصادي سلاکار الیکزاندر راډنېنسکي د نهې یا سې شنبې په ورځ سي ان ان ته وویل، چې روس کوښښ‌ کوي چې بخموت کلابند کړي او د دې کار لپاره له خپلو تر ټولو زیاتو روزل شویو او تجربه لرونکو سرتېرو څخه چې د وېګنر ډله ده کار اخلي.

په سیاسي ډګر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په دې شک څرګند کړی چې ګنې روس او چین په اوکراین کې سوله غواړي او وویل چې تر اوسه پورې له دې هېوادونو څخه یې یوه هم په دې برخه کې ګامونه نه دي پورته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG