لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دعوه کوي چې په هرات کې یې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ تنه وژلي دي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي امنیتي ځواکونو یې په لوېدیځ ولایت هرات کې د داعش خراسان ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د یوې ښځې په ګډون یې شپږ تنه وژلي دي. دا لومړی ځل دی چې طالبان له داعش سره د تړلې ښځې د وژلو خبر ورکوي.

پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې دوه ډوله وېډیوګانې خپرې شوې دي، یو هغه چې په تیاره کې د ډزو اوازونه پکې اورېدل کېږي او بل هغه چې د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوي کسان پکې لیدل کېږي، په دوی کې یو سپین ږیری او یوه ښځه هم ښکاري او په ظاهره داسې ښکاري چې طالبان له مړیو سره "غیرانساني چلند" هم کوي.

په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وایي دغه عملیات د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه د هرات ښار د څوارلسم امنیتي زون په «رباط کابلي» سیمه کې شوي دي.

انصاف رسنیو ته په خبرو کې دعوه کړې چې د داعش څو غړي په یو کور کې اوسېدل چې د دوی ځواکونو محاصره کړل او بیا د دواړو اړخونو تر منځ‌ شاوخوا یوه ګنټه جګړه وشوه:

"امنیتي ځواکونه هغې سیمې ته ورغلل او د دوی تر منځ تېزه جګړه وشوه چې په نتیجه کې یې د داعش ډلې هغه شپږ تنه و وژل شول چې مخکې په دغه کور کې اوسېدل".

د طالبانو د پولیسو چارواکي وایي په وژل شویو کسانو کې یوه 28 کلنه ښځه او یو بهرنی وګړی هم شامل دی خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ښځه څوک او بهرنی وګړی د کوم ملک دی او پاته نور څلور کسان څوک دي.

ازادو سرچینو تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې وژل شوي کسان ریښتیا هم د داعش خراسان ډلې وسلوال دي که نه، ځکه چې ځینې افغان څېړونکي پر طالبانو تور لګوي چې په وروستیو کې یې خپل ځینې نظریاتي مخالفین د داعش په نوم په عملیاتو کې وژلي دي.

پر ټولنیزو رسنیو ځینو کسانو لیکلي چې په دې نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په هرات کې د طالبانو د والي یا ګورنر ویاند مولوي نثار احمد الیاس وایي په جګړه کې یواځې یو طالب عسکر ټپي شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وایي له وژل شویو کسانو یې دوه کلاشینکوفونه، درې توپنچې، یو دوربین او څو موبایل ټیلیفونونه هم تر لاسه کړي دي.

داعش خراسان ډلې تر اوسه په عملیاتو کې د طالبانو له دعوو سره سم د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو چارواکو ویلي وو چې د فرورۍ پر 17مه یې د کابل په خیرخانه سیمه کې هم د داعش ډلې پر یو پناه ځای باندې علمیات کړي او په هغه کې یې د دوو تنو د وژل کېدو او یو بل تن د نیولو دعوه کړې وه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرورۍ پر 26مه رسنیو ته ویلي وو چې په وژل شویو کسانو کې د داعش خراسان ډلې د پوځي عملیاتو مشر قاري فاتح هم شامل دی.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یونیم کال کې تل دعوه کړې چې داعش په دې هېواد کې ښکاره کوم ځای او مرکز نه لري خو دې ډلې د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د لویو بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG