لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ایس ایل سیالۍ: لاهور قلندرز ملتان سلطانز ته په 21 منډو ماتې ورکړه


دپاکستان سپرلیګ داتم پړاؤ په 20مه سیالۍ کې لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په 21منډو ماتې ورکړې ده.

د لاهور قذافي سټيډيم کې ترسره شوې دغه سیالۍ لاهور قلندرز ملتان سلطانز لوبډلې ته د181 منډو هدف ورکړی ؤ خو ملتان سلطانز لوبډله په ټاکلو 20 اوورونو کې د اوو لوبغاړو په تاوان د159 منډو په جوړولو وتوانېدله اؤ داسې یې دا سیالي وبایلله.

دملتان سلطانز له لوري تر ټولو زیاتې 39منډې کیرون پولارډ جوړې، کپتان محمد رضوان 30،شان مسعود 19، اسامہ میر 17، رایلي روسو 12، خوشدل شال 10 او ډیوډ ملر 2 منډې جوړې کړې.

انور علي 17 اؤ عباس اپریدي 4 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلي پاتې شول.

دلاهور قلندرز راشد خان درې ،زمان خان،خارث روف،سکندر رضا اؤ حسین طلعت یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې لاهور قلندر دټاس په ګټلو وړومبی دبیټنګ پریکړه وکړه اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دنهو لوبغاړو په تاوان 189 منډې جوړې کړې.

دلاهور قلندرز له لوري بیټر سیم بلنګز 54،عبدالله شفیق 48 ،مرزا بیګ 17، سکندر رضا 14 او کپتان شاهین شاہ اپریدي 9 منډې جوړې کړې اؤ وسوځیدل خو ډیوډ ویزی بیا د15منډو په جوړولو ناسوځیدلی پاتې شو.

دملتان سلطانز له لوري انورعلي،احسان الله ،عباس اپریدي اؤ کیرون پولارډ دوه،دوه اؤ ثمین ګل یو لوبغاړی وسوځولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG