واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس د دفاع وزیر سرګې شایګو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموت له نیولو سره به د ماسکو ځواکونه خپل عملیات نور هم زیات کړي.
روسي ځواکونو د میاشتو راهیسې کوښښ پیل کړی چې دغه وړوکی ښار ونیسي چې دا به د تېر اوړي راهیسې د جګړې په ډګر د روسي ځواکونو لخوا لومړنۍ مهمه بریا وي.
شایګو همدارنګه وویل، لویدیځ اوکراین ته د وسلو لیږل زیاتوي، خو ژمنه یې وکړه چې دا به د جګړې په ډګر باندې کوم بدلون را نه ولي.
شایګو په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي، چې "د ارتیموسک ازادول دوام لري،" او دا بخموت ته د پخواني شوروي اتحاد د وخت نوم دی.
هغه زیاته کړه، "دغه ښار د اوکرایني ځواکونو لخوا د ډانباس د دفاع لپاره یو مهم ځآی دی. د هغه له نیولو سره به نورو عملیاتو ته اجازه ورکړل شي چې د اوکراین په نورو دفاعي کرښو ترسره شي."
خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و که چېرې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د بخموت کنټرول هم ترلاسه کړي نو دا به په جګړه کې کوم پرېکړه بدلون را نه ولي.
اسټن له اردن څخه د لیدنې پر وخت خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم چې دا د سټراټېژیک او عملیاتي ارزښت په پرتله زیات سمبولیک ارزښت لري."
ماسکو د خپلو سیمو په توګه د ختیځ اوکراین د سترې صنعتي سیمې ډانباس ادعا کوي چې ډونیڅک او لوهانڅک پکې دي.
رویټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېنګ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په څېر بحران باید په اسیا کې تکرار نشي.
بل پلو د اوکراین دوه پیلوټان دا مهال د خپلو مهارتونو د زیاتولو په موخه په امریکا کې دي خو پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو ورکول رد کړي که څه هم د کیېف لخوا یې غوښتنه کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د اوکراین پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې روسانو په ایراني جوړ شهید نومي ډرونونو باندې نوي بریدونه کړي.
د اوکراین د دفاع وزیر په یو ټویټ کې ویلي، چې ځواکونو یې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې ډرونونه ویشتي دي.