لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په بلخ کې د طالبانو ګورنر سره د دوو نورو کسانو په يوه چاودنه کې وژل شوی


د افغانستان په بلخ ولایت کې د طالبانو ګورنر په خپل دفتر کې دننه سره د دوو نورو کسانو په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. او د بلخ د روغتون چارواکو ويلي د پېښې د ځای نه اووه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د پولیسو وياند ويلي، دغه چاودنه نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ [نهم مارچ] د طالبانو د ګورنر په دفتر کې دننه شوې ده.

د اې پي د خبر ترمخه د طالبانو د پوليسو وياند محمد اصف وزیري ويلي، د بلخ په مرکز مزار شريف کې د طالبانو د ګورنر داود مزمل په دفتر کې دننه شوې چاودنه کې ګورنر او ورسره دوه نور کسان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه پېښه تاييد کړې چې ګورنر یې پکې په هدف شوی دی او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي، هغه په دغه اړوند نور جزيات نه دي شريک کړي.

په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې خو له وړاندې په طالبانو د اکثرو بریدونو زمه وارۍ داعش خراسان منلي دي.

طالبان چې د کال 2021 د اګست په مياشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي داعش پرې يو شمېر بریدونه کړي دي.

د تېر دسمبر په میاشت کې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې په چاودنه کې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژلي شوي وو.

د راپورونو ترمخه د دغه بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

طالبان دعوه کوي چې د کله نه په واک کې راغلي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی خو وخت په وخت پرې چاودنې او بريدونه کيږي او دغه پېښې په کابل هم شوي دي.

طالبان بيا وخت په وخت د داعش د وسله والو د وژلو دعوې هم کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG