لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایس ایل: لاهور قلندرز، اسلام اباد یونایټیډ ته په 119 منډو ماتې ورکړې ده


د پاکستان سپرلیګ داتم پړاؤ په26مه سیالۍ کې لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ ته په 119 منډو ماتې ورکړې ده.

دپېنډۍ په سټیډیم کې ترسره شوې دې لوبه کې اسلام اباد یونایټيډ په15.1 اوورونو کې دنهو لوبغاړو په تاوان 107منډې جوړې کړې اؤ په لاس د زخمي کیدو له امله تکړه بیټسمین اعظم خان بیټنګ ونه کړو.

داسلام آباد یوناییټډ حسن علی 18، ایلکس هیلز 18، رحمان ګربز 15، کپتان شاداب خان 12، کولن منرو 11، محمد وسیم 8، اصف علی 7، فهیم اشرف 4 او مبصر خان 3 رنز مندې جوړې کړې.

دلاهور قلندرز له لوري راشد خان نے 4 ، زمان خان او حارث رؤف 2،2 اور ډیوډ ویزی 1 لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې دټاس په ګټلو لاهور قلندرز لوبډله وړومبی بیټنګ کولو ته ووتل اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې د 5 لوبغاړو په تاوان 226 منډې جوړې کړې.

دلاهور قلندرز له لوري فخر زمان نے په57 بالونو د 8 شپږیزو اور 8 څلوریزو په مرسته 115 منډې جوړې کړې.

همدا شان کامران غلام 41، سیم بلنګز 32، ډیوډ ویزی 6 اور عبداللہ شفیق 1 منډه جوړه کړه اؤ وسوځیدل خوراشد خان د 15 اور سکندر رضا د 1 منډې په جوړولو ناسوځیدلي پاتې شول.

داسلام آباد یونایټيډ فضل الحق فاروقی 3 اؤ حسن علي اور محمد وسیم یو، یو لوبغاړی وسوځولو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG