لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان جنرال سمیع سادات یو ځل بیا د طالبانو د حکومت نسکوره کولو ژمنه وکړه


General Sami Sadat, Former Afghan Military Official
General Sami Sadat, Former Afghan Military Official

واشنګټن - د افغانستان د ړنګ شوي پوځ یو پخوانی جنرال وایي چې د طالبانو په ضد به جنګ جاري ساتي او هغه یقیني دی چې د طالبانو حکومت به له منځه ولاړ شي.

جنرال سمېع سادات، چې د پخواني حکومت په وروستۍ ورځ یې د کابل د ساتنې دنده په غاړه درلوده، امریکا ته د خپلې وروستۍ دورې په مهال وي او اې ډیوه سره مرکه کې وویل چې د افغانستان سقوط، "یوه پوځي ماتې نه بلکې یوه سیاسي ماتې وه".

هغه وویل واشنګټن ته د دې دپاره راغلی چې په افغانستان کې د بدلون راوستلو دپاره باید څه ګامونه واخلي او دلته یې درې هدفونه دي. ښاغلي سادات زیاته کړه: "زما اولني هدف دا دی چې د افغانستان په اړه د امریکا د قانون سازانو سره وګورم. دویم هدف دا دی چې د هغو پخوانیو افغان عسکرو سره وګورم کوم چې دلته راغلي دي، په خصوص زما ملګري. ډېر وخت وشو چې هغوی مې لیدلي نه و. او درېیم هدف دا دی چې افغانستان کې د طالبانو د ظلمونو په اړه، د امریکا د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړم."

کله چې مو د جنرال سادات نه وپوښتل چې آیا د طالبانو د حکومت د ړنګولو دپاره د امریکا نه د امداد غوښتلو په خاطر واشنګټن ته راغلی که څنګه، نو هغه جواب کې وویل: "مونږ دلته راغلي یو چې امریکا د هغو لوظنامو نه چې د طالبانو سره یې کړي دي، بېرته راوګرځوو او د امریکا توجو صرف طالبانو ته نه، بلکې د افغانستان خلکو پلو واوړي."

جنرال سمیع سادات دا هم وویل چې د هغه ډېر امید د افغانستان ځوان کهول ته دی، کوم چې د هغه په باور، طالبان نه مني. ښاغلي سادات وویل: "هغوی امن، تعلیم، او اقتصادي فعالیت غواړي. زه یقیني یم چې دغه ځوانان د افغانستان قسمت بدلولی شي."

هغه زیاته کړه چې، "دا د آزادۍ جنګ دی. دا د هر افغان حق دی چې د طالبانو د شر څخه ځانونه خلاص کړي."

د افغانستان د پخواني ړنګ شوي پوځ د دغه جنرال وینا ده چې طالبان نه د بهرنیو ملکونو له خوا په رسمیت پېژندلی شوي، نه د افغانانو ملاتړ ورسره دی، نه کوم اقتصادي نظام لري، او نه قوانین او آئین لري چې د دې ډلې د حکومت موجودیت وښيي، نو "طالبان به غیب کیږي، که امریکا وغواړي او که ونه غواړي. مونږ به هغوی وشړو."

یاده دې وي چې تر دې وړاندې، تېر کال هم جنرال سادات ژمنه کړې وه چې د طالبانو سره به جګړه پیل کوي، او په یوه مرکه کې یې دا هم ویلي و چې د اختر نه پس به جنګ شروع کوي، مګر منتقدینو یې بیا دا خبره کوله چې د دومره وخت په تېرېدو، د هغه د جګړې درک ولې ونه لګېدو.

کله چې وي اواې ډیوه د جنرال سادات نه پوښتنه وکړه چې د طالبانو سره د جګړې دپاره کوم ځانګړی پلان یې جوړ کړی او که نه، نو په دې اړه یې واضحه جواب ورنکړ.

د سیګار رپوټ او د جنرال سادات څرګندونې

په دې وروستیو کې د افغانستان د بیاودانولو په چارو باندې د امریکا څارونکې ادارې، سیګار، یو رپوټ خپور کړ او هغه کې یې د افغان پوځ د پاشل کېدو او ړنګېدو وجوهات څېړلي و. د سیګار د ارزونې ترمخه، د طالبانو سره دوحه کې د امریکا لوظنامه، او ترڅنګ یې ځیني نور وجوهات چې په هغو کې یو یې د پخواني حکومت کرپشن/فساد او د پوځي مشرانو په بدلولو رابدلولو کې د صدر غني فیصلې هم د افغان ځواکونو په ړنګېدو کې کردار درلود.

جنرال سمیع سادات، چې تر یو وخته د میوند قول اردو/کورپس کمانډر او همدا راز د افغان پوځ د خاصو ځواکونو کمانډر پاته شوی و، د طالبانو د راتګ نه صرف یوه ورځ وړاندې، د صدر غني په امر د کابل د دفاع کمانډر وټاکل شو.

جنرال سادات د وي او اې ډیوه سره مرکه کې وویل چې د افغانستان د سقوط کېدو لاملونه مختلف و، خو "بنیادي وجه یې د دوحې لوظنامه" وه. جنرال سادات په دې باور دی چې د دوحې لوظنامه په افغانستان سیاسي، پوځي او ټولنیز اثرات وغورځول.

جنرال سادات زیاته کړه: "د امریکا پوځ به مونږ ته مشوره او لاجسټیک امداد راکولو، خو کله چې د دوحې لوظنامه دستخط شوه، د امریکا پوځ مونږ باندې خپل ټول امداد بند کړ."

د پاکستان دریځ او ټي ټي پي

د افغان پوځ پخوانی جنرل، سمېع سادات وایي چې د افغانستان تېر حکومت د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ملاتړ ندی کړی. د سادات وینا ده چې همدا پاکستاني طالبان د افغان طالبانو سره یوځای د افغانستان د حکومت په ضد جنګېدل او هغه وخت به کابل همدا غږ کاوه چې پاکستان دې د طالبانو ملاتړ نه کوي.

جنرل سادات وي او اې ډیوه ته وویل: "مونږ هېڅکله د پاکستان یا د کوم بل ملک په ضد د هېڅ کومې ترهګرې ډلې ملاتړ ندی کړی. مونږ به پاکستان ته ویلې چې د طالبانو امداد دې نه کوي، ځکه دا ترهګري ده او ترهګري ملګري نلري. ترهګري همیش ترهګري ده."

هغه وویل چې طالبان "نه افغانان دي او نه کومه مذهبي پېژندګلو لري."

د افغانستان د پخواني پوځ دغه ځوان جنرال یو ځل بیا ژمنه یاده کړه چې، "مونږ ژوندي یو، مونږ تسلیم شوي نه يو، او مونږ به د طالبانو په وړاندې خپل جنګ جاري ساتو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG