لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي دته خیل سیمه کې یې درې نور ترهګر وژلي


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان دته خیل سیمه کې د خفیه عملیاتو په دوام درې نور ترهګر وژلي دي.

اوړمه ورځ هم پوځ په دغه سیمه کې دیوې نښتې په مهال د شپږو ترهګرو د وژلو اؤ دهغوي د ولکي څخه د درنو وسلو ترلاسه کولو دعوه کړې وه.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ دپوځ مطبوعاتي څانګې یا ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دي چې اوړمه ورځ دته خیل کې دخفیه اطلاعاتو په اساس ترسره شوؤ عملیات کې له شپږو ترهګرو له وژل کیدو وروسته دپوځ لخوا دغه سیمه کې دترهګرو سره یوه بله نښته شوې چې پکې درې نور ترهګر وژل شوي دي.

پوځ ویلي دا نښته هغه مهال شوې ده چې امنیتي ځواکونو سیمه کې د ورانکارو لټه کوله.

پوځ دعوه کړې ده چې په دې نښته کې هم د وژل شوؤ ترهګرو نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې د سیمې خلکو د امنیتي ځواکونو غبرګون ستایلی اؤ ورته سیمې نه دترهګرۍ دناسور ختمولو په هلوځلو کې دخپلې کوټلې مرستې باور ورکړی دی.

د پوځ په بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې اؤ نه دا ویل شوي چې دغه ترهګرو د کومې وسله والې ډلې سره تړاؤ درلودو.

تر دې وړاندې پوځ د مارچ په څلورمه په قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي .

د فرورۍ په 27مه په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي وو دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي .

همدا شان دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس ځواک (سي ټي ډي )دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG