واشنګټن ــــ د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا جاري شوی رپوټ وايي په افغانستان کې د طالبانو زورواکۍ ته د القاعده ډله د فتحې په نظر ګوري خو په کال 2022م کې د یادې ډلې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د وژلو وروسته يې پلانونه ګډوډ شوي دي.
رپوټ وایي په افغانستان کې داعش خراسان به د طالبانو او مذهبي اقلیتونو په ضد خپل کمپاین ته دوام ورکوي چې مرګ ژوبله به يې عام ولس ته اوړي. دوی وايي داعش خراسان د افغانستان نه بهر په غرب کې د حملو کولو ارادې لري او ددې لپاره به خپلې هڅې دوامداره ساتي.
د ګردې نړۍ څخه د امریکا قامي سلامتیا ته د خطر اندازه رپوټ کې ویل شوي، القاعده ډله په خپلو سیمه ییزو ملګرو ډلو باندې اړه لري او مشران يې په افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه حکومت او د بندیزونو پر ځای ساتلو لپاره په ایران کې د پناه ځایو په لټون کې دي.
رپوټ لیکي امکان دی القاعده به د طالبانو د واک لاندې په افغانستان کې خپل فعالیتونو لپاره توان اندازه کوي او د افغانستان نه په خارج کې د خپلو فعالیتونو لپاره د پناه ځایونو لټون کوي.
د امریکا استخباراتي ادارو رپوټ لیکي چې د القاعده له اړخه خطر افغانستان کې طالبانو پورې اړه لري او د افغانستان غوښتنې سیمه او مشرانو سره تړلې دي.
په رپوټ کې راغلي چې القاعده د امریکې په مفاداتو حملې جاري ساتلو لپاره کلکه ژمنه لري خو زیاتوي د امریکا په ځمکه نه بلکې خطر يې په هغه سیمو کې دی چرته چې د دوی ملګرې ډلې فعاله دي.
جاري شوی رپوټ وايي د القاعده ملګرې ډلې په ختیځه او غربي افریقه او یمن کې په خپله خاوره باندې امریکايي اشخاصو، اسانتیاوو او مفاداتو ته لوی خطر دی.
د امریکا قامي سلامتیا ته د خطرو اندازه رپوټ وايي، داعش په کال 2022 کې ګڼ شمیر مشران د لاسه ورکړي خو په شام او عراق کې به د دوی ترهګره فعالیتونه موجود وي.
رپوټ وایي داعش ډله د خپلو صلاحیتونو په بیارغونه او د نوو مشرانو په مخې ته راوستلو باندې اخته ده.
دوي لیکي په کومو ځایونو کې چې دغه ډلې فعاله دي هلته د داعش خطر امریکايي مفاداتو او اشخاصو پرضد به لا هم پر ځای وي او دا چې د داعش مفکوره او پروپیګنډه به هم یقیني خبره ده جاري وي چې د غربي هیوادونو پرضد حملو ته خلک وهڅوي.
دوی لیکي عراق او شام کې کال 2014م نه تر 2019م پورې کله چې داعش په ځینو برخو قبضه کړې وروسته د دوی د فعالیتونو په رفتار کې کمی د لوجسټیکي، مالي، شخصي او د مشرانو د کمي په سبب راغلی.
رپوټ وایي په افریقه، مرکزي او سوېلي اېشیا او منځني ختیځ کې د امریکې اشخاصو او مفاداتو ته د داعش له خوا لوی خطر دی.