لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایس ایل: پېښور زلمي د ملتان سلطانز نه په څلور وېکټو ماتې وخوړه


دپاکستان سپرلیګ داتم پړاؤ په27مه سیالۍ کې ملتان سلطانز پېښور زلمي ته په څلورو وکټونو ماتې ورکړې ده اؤ پلی اف پړاؤ کې یې ځای جوړ کړی دی.

دپېښور زلمي لوبډلې په دې لوبه کې دپي ایس ایل دتاریخ تر ټولو زیاتې 242منډې جوړې کړې خو بیا یې هم دخپل دې لوړ هدف دفاع ونه کړی شوه.

دپېنډۍ په سټیډیم کې ترسره شوې دې سیالۍ کې دپېښور زلمي له لوري ورکړل شوی د243 منډو هدف ملتان سلطان دشپږو لوبغاړو په تاوان دنولسم اوور په وړومبي بال پوره کړو.

دملتان سلطانز رایلي روسو په 51 باولو دپي ایس ایل تر ټولو چټک سینچري جوړه کړه اؤ دټولو 121 منډو په جوړولو یې دخپلې لوبډلې په بریا کې مهم کردار ولوبولو.

همدا شان کیرون پولارډ په 25 بالونو 52 منډې جوړې کړې .

خوشدل شاہ 18، کپتان محمد رضوان 7، شان مسعود 5 اور ټم ډیوډ 2، انور علی 28 او اسامه میر 10 منډې جوړې کړې.

دپېښور زلمي عظمت الله عمر زئ 2 اؤ وهاب ریاض،مجیب الرحمان، ارشد اقبال اور صایم ایوب نے 1،1 لوبغاړی وسوځولو.

تر دې وړاندې چې پېښور زلمي لوبډله دټاس په ګټلو سره بیټنګ ته را ووتله نو په ټاکلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په تاوان242 منډې جوړې کړې چې دا د پی ایس ایل په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې ګڼل کیږي.

دپېښور زلمي کپتان بابر اعظم 73 صایم ایوب 58، ٹام کونلر کیډمور 38، محمد حارث 35، حسیب الله خان 7 ، روومن پاول 2 ،عظمت الله عمرزئ 16 اور وهاب ریاض 7 منډې جوړې کړې.

دملتان سلطانز له لوري عباس اپریدي 4 اؤ انور علي اؤ اسامه میر یو،یو لوبغاړی وسوځولو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG