لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د عثمان کاکړ په مرموز ډول د مړینې د پلټنو غوښتنه کړې ده


ملګرو ملتونو په پاکستان ټینګار کړی چې باید دوه کاله وړاندې په مرموزه توګه دمړ شوي پخواني سینیټر عثمان کاکړ دمړینې پلټنې وکړي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دبلوچستان پخوانی صدر اؤ سینیټر عثمان کاکړ په جون کال 2021م کې دشپې په مهال دخپل کور دننه په سخت ټپي حالت کې موندل شوی ؤ چې وروسته یې هسپتال کې ساه ورکړې وه اؤ دهغه تر مړینې وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې شوې وې چې ګنې عثمان کاکړ وژل شوی دی.

ترڅو که دعثمان کاکړ د ژوبل کیدو نه وروسته په ابتدایي توګه داسې بیانونه مخې ته راغلي وؤ چې هغه دشپې تیاره کې دکور دننه لویدلی اؤ زخمي شوی ؤ خو په دغو دعوؤ تر ننه شکونه کیږي.

دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي ایجنسیو سخت ناقد ښاغلی کاکړ دبلوچستان د ولس دحقونو اؤ دملت پاله سیاست علامت ګڼل کېدو اؤ هغه به زیاتره مهال دپاکستان په سینیټ ،جلسو اؤ کانفرنسونو کې په ریاستي ادارو په خلاص مټ نیوکې کولې.

ملګرو ملتونو پروسکال د دسمبر میاشت کې پاکستان ته دهغه د مرګ د پلټنو په اړه لیک کښلی ؤ چې دغه لیک اوس مخې ته راوړل شوی دی.

په یاد لیک کې ددې اندېښنې څرګندونه شوې ده چې کیدای شي عثمان کاکړ دکوم برید په نتیجه کې وژل شوی وي.

څېړونکي وایي دافغانستان په اړه دپاکستان په تګلارو اؤ پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو په ستونزه د عثمان کاکړ غږ ته به دپاکستان سینیټ کې ځانګړی ارزښت ترلاسه ؤ.

دعثمان کاکړ دمړینې پوسټ مارټم رپورټ کې په هغه دتشدد هیڅ نخښه نه وه موندل شوې خو دښاغلي کاکړ کورنۍ،دګوند غړو اؤ مدني فعالانو پرله پسې داسې دعوې کړي چې ګنې په عثمان کاکړ دشپې په تیاره کې برید شوی دی.

دې دعوؤ وروسته له هغې نور تقویت هم وموندلو چې دبولان طبي پوهنتون په رپورټ کې وویل شول دعثمان کاکړ دابتدایي سي ټي سکین له مخې په سر له ګزار خوړلو وړاندې دعثمان کاکړ د وینې دفشار،برین هیمرج یا کومې بلې ناروغۍ هیڅ نخښې نخښانې نه دي موندل شوې.

دهغه دګوند ګڼ شمیر مشرانو اؤ فعالینو دا دعوې هم کړې دي چې تر مړینې وړاندې عثمان کاکړ ته ګڼ شمیر ګواښونه شوي.

په سینټ کې پخپله وروستۍ وینا کې هم ښاغلي کاکړ ویلي وؤ چې په هغه فشار اچول کیږي چې باید په غیر جمهوري قوتونو دنیوکو نه لاس واخلي.

په دغه وینا کې هغه ویلي وؤ که په ده یا دده دکورنۍ په غړیو څه وشول نو ذمه وارې به یې دهیواد خفیه ادارې وي.

دملګرو ملتونو په لیک کې ویل شوي چې دپاکستان له لوري دعثمان کاکړ دمړینې په اړوند ترلاسه شوي سرکاري معلومات واضحه نه دي ځکه نو دقامي اسمبلۍ دبشري حقونو قایمه کمیټي دې دبشري حقونو دغیر دولتي سازمان سره په ګډه دعثمان کاکړ دمړینې پلټنې وکړي.

دملګرو ملتونو په لیک کې دعثمان کاکړ دمړینې ترڅنګ دهغه فهرست دپلټنې غوښتنه هم شوې ده چې په مبینه توګه د ټي ټي پي له لوري په ټولنیزه رسنۍ فیس بک خپور کړل شوی ؤ.

په دغه فهرست کې دژورنالستې ګل بخاري، دبشري حقونو دفعال فضل الرحمان اؤ دپخواني سینیټر فرحت الله بابر د وژلو ګواښونه شوي وؤ.

دملګرو ملتونو د استازو له لوري په لیکل شوي دې خط کې ویل شوي چې دا ګواښونه یادونه کسانو ته پاکستان کې دمیشت پښتون اقلیت دانساني حقونو په دفاع کولو اؤ دجبري بې درکیو اؤ بشري حقونو د سرغړونو په رپورټ کولو ورکړل شوې وې.

خو دپاکستان دحکومت له لوري تر اوسه ددې لیک هیڅ ځواب نه دی جمع کړل شوی اؤ نه یې په اړوند دپاکستان غبرګون مخې ته راغلی دی.

دعثمان کاکړ له مړینې وروسته دبلوچستان دکورنیو چارو محکمې دبلوچستان هایکورټ په دوؤ ججانو مشتمل دپلټنو دکمشن جوړولو پرېکړه کړې وه خو دعثمان کاکړ دکورنۍ دغړو اؤ اړونده کسانو له لوري په دغه کمیشن دبې باورۍ ښودل کیدو اؤ دکمیشن مخې ته له نه وړاندې کیدو وروسته دا کمیشن کومې پایلې ته له رسیدو پرته ختم کړل شوی ؤ.

ددغه عدالتي پلټنو نه وروسته دعثمان کاکړ دمړینې په اړوند نورې هیڅ رقم پلټنې نه وې شوې اؤ نه مقدمه درج شوې وه.

دملګرو ملتونو داستازو دعوه ده دعثمان کاکړ اړونده کسانو ته دامنیتي ځواکونو له لوري دانتقامي کاروایو ګواښونه کیدل.

دپاکستان امنیتي ادارو په تېرو وختونو کې مدام داسې رقم تورونه رد کړي دي اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې په هر رقم پلټنو کې مرستې ته چمتو دي.

دپاکستان دبشري حقونو دکمیشن دملګرو ملتونو له لوري دعثمان کاکړ دمړینې دپلټنو دغوښتنې ملاتړ کړی دی.

دپاکستان دبشري حقونو دکمیشن شریک چیرمین اسد بټ وایس اف امریکه اردو څانګې سره خبرو کې ویلي دعثمان کاکړ مرموزې مړینې پلټنې باید په بې پلوه اؤ رونډ انده ډول وکړل شي ترڅو دهغه کورنۍ ته انصاف ترلاسه شي.

هغه ویلي هرکله چې دعثمان کاکړ کورنۍ دپلټنو په کمیشن بې باوري وښودله نو پکار وه چې بیا حکومت دپلټنو لپاره کومه بله لاره خپله کړې وه.

اسد بټ وایي دقامي اسمبلۍ اؤ سینیټ د کمیټیو اؤ دمدني ټولنې له لارې دعثمان کاکړ د مړینې پلټنې پکار وې خو داسې ونه شول.

په دې رپورټ خپل غبرګون کې دعثمان کاکړ زوي خوشحال خان کاکړ ویلي دهغه پلار دپښتنو افغانانو اتل دی اؤ هغه دخپلې کورنۍ اؤ مظلومو قومیتونو لپاره د انصاف په ورکړه کې د ټولو نه دمرستې غوښتنه کړې ده.

پخواني سینیټر اؤ دپیپلز ګوند وتلي مشر فرحت الله بابر هیله ښودلې ده چې دملګرو ملتونو له لوري دعثمان کاکړ دمرموزې مړینې دپلټنو له غوښتنې وروسته به ددې مړینې یا وژنې د طالبانو لخوا دجاري شوي فهرست بې پلوه اؤ رڼې پلټنې وکړل شي.

وایس اف امریکه ته دلیږل شوؤ پوښتنو ځواب کې فرحت الله بابر ویلي چې دتحریک طالبان له لوري مبینه خپور کړل شوي فهرست کې دهغه(عثمان کاکړ) نوم مخې ته راتلل یوه سنګینه معامله ده.

فرحت الله بابر وایي دتحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان په فیس بک یو پوسټ کې لیکلي وؤ چې هغه ته دپاکستان دامنیتي ادارو له لوري دخلاصون په بدل کې د 10کسانو د وژنې وینا شوې وه چې دعثمان کاکړ نوم هم پکې شامل ؤ.

ښاغلی بابر وایي عثمان کاکړ په پراسره حالت کې مړ شوی دی اؤ تر مړینې وروسته یې دمړینې معامله دوي په سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې هم پورته کړې ده خو څه نتیجه یې را ونه وتله.

(د محمد ثاقب دا رپورټ د وي او ای اردو څانګې په مننې سره خپور کړل شو)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG