لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ: مزار شريف کې په چاودنه کې يو تن وژل شوی او د خبريالانو په ګډون 8 تنه ټپيان شوي


د افغانستان د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د پینځه خبريالانو او درې ماشومانو په ګډون پکې اته تنه ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت وياند عبدالنافع ټکور ويلي، نن د خالي/ شنبې په ورځ [11 مارچ] يوولس نيمې بجې د مزار شریف د دویمې حوزې سره اړونده د اهل تشيع په تبيان فرهنګي مرکز ماين کې دا چاودنه شوې ده.

هغه ويلي، په چاودنه کې د فرهنګي مرکز ساتونکی وژل شوی او د پينځه خبريالانو په ګډون پکې اته تنه ټپيان شوي دي.

ټکور ويلي په ټپيانو کې چې درې ماشومان هم شامل دي وضعيت یې د ډاډ وړ دی.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، داعش وسله والې ډلې په مزارشریف کې د خالي، شنبې، د ورځ بم چاودنه ومنله.

خو له دې وړاندې د طالبانو په واکمنۍ کې د ترسره شوو اکثرو بریدونو زمه وارۍ داعش منلې دي.

په نهم مارچ هم د بلخ په مرکز مزار شريف کې د طالبانو د ګورنر په دفتر کې دننه چاودنه شوې چې پکې د ګورنر داود مزمل په ګډون درې کسان وژل شوي وو.

د راپورونو ترمخه د دغه بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

د تېر دسمبر په میاشت کې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې په چاودنه کې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژلي شوي وو.

هغه وخت هم ويل شوي وو چې د دغه بريد زمه واري داعش منلې وه.

طالبان دعوه کوي چې د کله نه په واک کې راغلي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی خو وخت په وخت پرې چاودنې او بريدونه کيږي او دغه پېښې په کابل هم شوي دي.

طالبان بيا وخت په وخت د داعش د وسله والو د وژلو دعوې هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG