لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ په 37 څوکيو ضمني انتخابات معطل کړي


د پاکستان الېکشن کمېشن د قامي اسمبلۍ په 37 څوکيو اعلان کړي ضمني انتخابات معطل کړي دي، د رېډيو پاکستان د خبر ترمخه الېکشن کمېشن دغه پرېکړه د اسلام اباد، پېښور، سيند او بلوچستان هایکورټونو د فېصلو وروسته کړې ده.

نزدې لس ورځې وړاندې د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د قامي اسبملۍ په 24 څوکيو ټاکل شوو ضمني انتخاباتو معطل کولو حکم کړی وو، پاکستان تحریک انصاف ګوند عدالت ته د انتخاباتو ودرولو خواست کړی وو. الېکشن کمېشن ويلي وو په 16 او 19 مارچ ټاکل شوو انتخاباتو دپاره تياريانې پېل کړی شوې وې.

هغه وخت په خېبرپښتونخوا کې د الېکشن کمېشن ویاند سهېل خان وي او اې ډيوه ته ويلي وو، چې"په 16م مارچ د قامي اسمبلۍ په اته څوکيو او په 19م مارچ په 16 څوکيو انتخابات اعلان کړی شوي وو، او د انتخاباتو دپاره تیاريانې پېل کړی شوې وې".

الېکشن کمېشن د اتوار/يکشنبې په ورځ [12مارچ] په خېبرپښتونخوا کې په 24، سیند صوبه کې په نهه، اسلام اباد کې په درېو او بلوچستان کې په يوه څوکۍ د اعلان شوو انتخاباتو معطل کولو ويلي دي.

اوس چې د خېبرپښتونخوا په کومو څوکيو انتخابات کېدل معطل کړی شو، په هغې کې د سوات درې حلقې، د کوز او بر دير درې حلقې، دوه حلقې د پېښور، دوه د صوابۍ، دوه د نوښار، دوه د خېبر او نورې د ملاکنډ، بونېر، اېبټ اباد، هري پور، مردان، کوهاټ، کرک، ډېره اسماعيل خان، باجوړ او مومندو شامل وې.

تېره میاشت د لاهور هايکورټ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ د 43 غړو د څوکیو څخه لرې کولو حکم معطل کړی وو.

د قامي اسمبلۍ اسپيکر راجه پروېز اشرف د تېر کال اپرېل د میاشتې وروسته چې کله عمران خان د بې باورۍ د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړو جمع کړې استعفاګانې منظورول پېل کړي وو.

د پاکستان تحریک انصاف د بېرسټر ګوهر خان په وېنا، "پاکستان تحریک انصاف ګوند پرېکړه کړې چې بيرته پارلیمان ته ځي او استعفاګانې یې غلطې منل شوي دي".

پاکستان تحریک انصاف ګوند قامي اسمبلۍ ته بيرته د تلو او په ملک کې د انتخاباتو غوښتنه کوي خو حکومت وايي انتخابات به په خپل وخت کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG