لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس او چین د ګامونو په مقابله کې، برطانیه خپل دفاعي اخراجات زیاتوي


واشنگټن - د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د ګل/دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په آینده دوه کلونو کې به د خپل ملک د پوځ بجټ کې د پنځه بلین پونډ (شپږ بلین ډالر) پورې اضافه راولي. هغه د دې اقدام وجوهات، یو په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل او بل د چین له اړخه چلېنج په ګوته کړ.

دا اضافه به د برطانیې په خارجي او دفاعي سیاست کې یو ستر بدلون وي، مګر د هغه څه نه چې برطانوي پوځیانو یې غوښتنه کوله، کم دی. ریشي سوناک وویل، برطانیه به "په اوږد مهال کې"، خپل پوځي اخراجات د مجموعي ملکي پیداوار تر دوه نیم ۲.۵ فیصده پورې زیات کړي، مګر د دې دپاره یې کومه نېټه ونه ښودله. برطانیه اوس مهال د خپل مجموعي ملکي پیداوار صرف لږڅه باندې دوه فیصده، دفاعي اخراجاتو ته ورکوي، مګر د پوځ مشران غواړي چې دا شرحه درې فیصدو ته لوړه شي.

په پام کې ده چې په دفاعي بجټ کې اضافه شوې پیسې، یوه برخه د برطانیې د ګوله بارودو د ذخیرو په بیا ډکولو مصرفې شي، ځکه د کله نه چې روس په اوکراین حمله کړې ده، برطانیې زیاته اندازه ګوله بارود اوکراین ته ورکړي او خپلې ذخیرې یې کمې شوې دي. د پیسو بله برخه به یې د جوهري طاقت لرونکو آبدوزونو په جوړولو مصرفې شي کوم چې د برطانیې او امریکا یوه مشترکه منصوبه ګڼلی کیږي.

د امریکې صدر بایډن او د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د امریکې د کیلي فورنیا ایالت په سن ډئيګو ښار کې
د امریکې صدر بایډن او د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د امریکې د کیلي فورنیا ایالت په سن ډئيګو ښار کې

د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک، امریکې ته د خپل سفر په ترڅ کې بي بي سي ته وویل: "نړۍ لا زیاته غیرمستحکمه شوې ده، زمونږ امن ته خطرې زیاتې شوې دي. دا مهمه ده چې مونږ د هغو په وړاندې د ځانونو محافظت وکړو."

ښاغلي ریشي سوناک د ګل/دوشنبې په ورځ په سن ډئیګو ښار کې د امریکې د صدر جو بایډن او د اسټرېلیا له وزیراعظم انټني البنیزې سره وکتل چې د آکوس (AUKUS) په نوم د پوځي تړون آینده ګامونه تصدیق کړي. په دې پوځي تړون کې امریکا، برطانیه او اسټرېلیا شامل دي او په کال ۲۰۲۱ کې چې په پسېفیک خطه کې د چین د جارحانه رویې په اړه فکرمندۍ زیاتې شوې وې، نو دغو درېیو ملکونو دا تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون ترمخه، برطانیه او اسټرېلیا به د برطانیې په ډیزائین او د امریکې د ټېکنالوجۍ په ملاتړ، داسې نوي آبدوزونه جوړ کړي چې په جوهري طاقت وچلیږي او روایتي وسلو باندې سمبال وي. د دغو آبدوزونو د جوړولو زیاتره کارونه به د اېنګلېنډ په شمال لویدیځه سیمه کې ترسره شي او لومړني آبدوزونه به یې د ۲۰۳۰مو کلونو په آخره کې آماده شي. اسټرېلیا دا خیال هم لري چې د امریکې نه پنځه وېرجنیا-کلاس آبدوزونه په پیسو واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG