لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي استخباراتي چارواکي وايي چين د هغه جنګ تياري نيسي چې خوښ يې نه دی


واشنګټن - د امريکا دفاعي استخباراتي چارواکي وايي د امريکا سره د چين ساړه تعلقات ښايي بيجينګ د يو داسې جنګ تياري کوي چې ممکن ويې نه کړي.

د چين مېشن ګروپ په نوم د څانګې د پاره د امريکا د دفاع د استخباراتو مشر تېره ورځ خبرداری ورکړی چې امريکا او چين زياتېدونکي جنګي حالت نه ننوځي البته بيجينګ غواړي په ګڼ اړخيزو چارو خپل ځان وځلوي.

د څانګې مشر ډوګ ويډ د بې طرفه څېړنيزې ادارې ايټېلېجنس اينډ نيشنل سيکيورټي الاينس لخوا راجوړ شوي وېبینار ته ويلي “دی (چين) د دې د پاره په سفارتي، معلوماتي، اقتصادي او کاروباري کچه ځان تياروي”.

ويډ وويل صدر شي جینپینګ او د چين د کميونسټ ګوند نور چارواکي امريکا ته په دې نظر ګوري لکه دا چې د چين د نړۍ د يو مخکښ مشر په توګه منلو ته تياره نه وي.

هغه خبرداری ورکړو چې د بيجينګ سلوک به په سويلي چينې سمندر کې اغېزمن وي. هغه وويل “چين زمونږ سره جنګ نه غواړي خو که وغواړي نو جنګ به کوي او نه يې کله د دې نه انکار کړی”.

د دې نه وړاندې د امريکا د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر ويليم برنز د پارلمان غړو ته ويلي وو “زه به د چين د موجوده قيادت خواهشونه کله هم کم ونه بلم”. شي او نور چينايي چارواکي غواړي تايوان ورسره بيا يو ځای شي.

يوه ورځ وړاندې ډايريکټر نيشنل اينټيلېجنس اروېل هينز ويلي وو شي او نور چارواکي به تيار وي چې جنګ وکړي او دا د دې باوجود چې بيجينګ دې نتيجې ته رسېدلی چې تاوتريخوالی ودروي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ارامي په ځای وساتي.

ويډ وايي په تايوان کې د جنګ ممکنې نښانې به دا کېدلی شي چې چين په سايبر، د تايوان د هوايي او مزکني خلاف ورزیو او د سمندري ځواکونو په مټ فراخه ګامونه واخلي.

هغه د چين د خلايي توان هم يادونه وکړه چې کله پکې د امريکا خلايي لاس بری وويني او څنګه يې د خپلو پوځي ګټو د پاره وکاروي نو ځکه هم بيجينګ په خلا کې ډېره دلچسپي لري چې د امريکا کمزورۍ معلومې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG