لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس او امریکا د دفاع وزیرانو د اکټوبر راهیسې د لومړي ځل لپاره سره خبرې کړي


واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له خپل روسي سیال سره د روس د پوځ لخوا په توره بحیره باندې د امریکا د یو څارګر ډرون د غورځولو پرسر خبرې کړي.

اسټن د روس د دفاع له وزیر سرګې شایګو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، "امریکا خپلو پروازونو او عملیاتو ته دوام ورکوي په هر هغه ځای کې چې نړیوال قانون ورته اجازه ورکوي او دا د روس مسولیت هم دی چې خپلې پوځي الوتکې په خوندي او مسلکي توګه والوځوي".

چارواکي وايي، دا د دواړو دفاع وزیرانو ترمنځ د اکټوبر میاشتې راهیسې لومړنی ځل خبرې دي.

د امریکا پوځ ویلي، چې د MQ- 9 په نامه دغه ډرون یې په نړیوالې فضا کې عادي او روټین عملیات ترسره کول چې د روس د سخوی Su-27 لخوا پرې لومړی تېل وشندل شول او بیا یې تر مخ تېره شوه.

پوځ ویلي، چې یوه جېټ الوتکه د ډرون له پرو سره لګېدلې چې له امله یې امریکايي ځواکونو دغه ډرون په نړیوالو اوبو کې کوز کړی.

د امریکا لوی درستیز مارک مېلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ پوهېږو چې دغه پېښه قصدي وه. مونږ پوهېږو چې دغه حمله کونکی چلند قصدي و.‌ مونږ په دې هم پوهېږو چې دا ډېر غیر مسلکي او نا خوندی و."

خو مېلې وویل، دی لا تر اوسه باوري نه دی چې ایا د روس د الوتکې او ډرون ترمنځ فزیکي تماس قصدي‌ و.

میلې وویل،‌ امریکا ویډیوي شواهد لري چې ښيي ډرون په حمله کونکې بڼه شنډ شوی.‌

جنرال میلې هم د شورو یا چهارشنبې ناوخته په ټیلیفون باندې له خپل روسي سیال سره خبرې کړي.

د مېلې ویاند ویلي،‌ چې په ګنو امنیتي مسلو یې ورسره خبرې کړي.

روس ویلي، دوی په دې غور کوي چې دغه ډرون ترلاسه کړي او که نه خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د دوی کسان په دې توانیدلي چې له لېرې څخه له ډرون څخه حساس معلومات پاک کړي تر څو د روسانو لاس ته ور نشي.

امریکا په تورې بحیره کې کښتۍ نه لري خو د روس لخوا یې زیاته برخه تر کنټرول لاندې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG