لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي جنرال: د داعش ډلې افغان څانګه په مغربي اهدافو باندې برید کولو ته نږدې شوې ده


عکس (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۵مه)، په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې جګړه ماران د دې ډلې نوي مشر ابو ابراهېم الهاشمي القریشي ته د بیعت کولو په حال کې

واشنګټن - د امریکا د پوځ یو جګپوړی افسر وایي، د داعش ترهګرې ډلې یوه تر ټولو خطرناکه څانګه په مغربي ملکونو نظر لري او وړاندې تر دې چې کال ختم شي، ممکن کومه حمله ترسره کړي.

د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکې قانون سازانو ته وویل چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نږدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

جنرال کوریلا وویل: "هغوی په بهر کې د امریکې یا مغربي مفاداتو په ضد د شپږو میاشتو نه په کمه موده کې، خارجي عملیات کولی شي، بغیر د کومې خبردارۍ نه."

د سېنټکام دغه کمانډر زیاته کړه، "قوي احتمال" موجود دی چې د داعش-خراسان ډلې کسان دې په ایشیا او یا هم یورپ کې د مغربي ملکونو یا امریکې په مفاداتو حمله وکړي. مګر جنرال کوریلا دا هم وویل چې د داعش-خراسان ډلې دپاره به پخپله د امریکا په خاوره کې دننه حمله کول "ډېره ګرانه" وي.

دغه امریکایي جنرال یو نیم کال پس د هغه دا خبرداری ورکوي چې د امریکا عسکر د افغانستان نه ووتل او په دې سره هغه ملک کې د داعش یا القاعده غوندې ډلو په اړه د خفیه اطلاعاتو راغوڼدولو په برخه کې د امریکا او شریکانو صلاحیت یې ډېر زیات راکم شو.

د امریکا د سنټرل کمانډ یا سېنټکام کمانډر، جنرال مایکل کوریلا
د امریکا د سنټرل کمانډ یا سېنټکام کمانډر، جنرال مایکل کوریلا

د جنرال کوریلا ترڅنګ، نورو جګپوړو امریکایي چارواکو هم وړاندې له دې ارزونه کړې وه چې د شواهدو ترمخه، داعش خراسان ډله غواړي په نړېواله کچه یوه هنګامه برپا کړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو مشر، لیوټننټ جنرال سکاټ بېریئر تېره هفته قانون سازانو ته په یوه اورېدنه کې وویل، "دا به د وخت خبره وي چې کله هغوی سره دا صلاحیت او اراده پیدا شي چې په مغرب باندې حمله وکړي."

په جنوري میاشت کې، د ترهګرۍ ضد څانګې جګپوړې امریکايي چارواکې په یوه آنلاین غونډه کې ویلي و چې داعش-خراسان ډله "هغه خطرپېښوونکی کردار دی چې زه یې ډېر په اړه فکرمند یم."

د امریکا د ترهگرۍ ضد قامي مرکز مشرې کریسټین ابي زید، بغیر د دې جزئیاتو چې داعش خراسان به څومره ژر د حملې کوشش وکړي، وویل: "مونږ په افغانستان کې د داعش-خراسان فکرمندکوونکې نښې نښانې او خواهش ګورو چې د هغې ډلې د اوسني علاقې نه بهر غځېدلی شي."

نور ملکونه هم د داعش-خراسان ډلې د پیاوړي کېدو نښې نښانې ګوري.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د شریک شوو استخباراتي معلوماتو په بنیاد یو رپوټ کې خبرداری ورکړل شو چې داعش-خراسان ډله د زر نه واخله تر درې زرو (۳۰۰۰-۱۰۰۰) پورې جګړه ماران لري چې اکثرو یې په کابل، کنړ، ننګرهار او نورستان کې مرکزونه جوړ کړي دي.

همدا شان فکر کیږي چې د داعش-خراسان ډلې وړوکې ډلې په نورو پنځو ولایتونو کې د افغانستان هم موجودې دي او په مختلفو ژبو، د پښتو نه راواخله تر پاړسي او تر روسي پورې، خلک برتي کوي.

په رپوټ کې دا خبرداری هم ورکړی شوی و چې داعش-خراسان ډله غواړي "د سفارتکاري مېشنونو په هدف ګرځولو سره...د طالبانو او ګاونډیو ملکونو ترمنځ تعلقات خراب کړي."

شام او عراق

په شام او عراق کې هم د داعش ډلې د فعالیتونو په باب فکرمندۍ موجودې دي. د امریکا د سنټکام کمانډر جنرال مایکل کوریلا د زیارت/پنجشنبې په ورځ قانون سازانو ته وویل: "په داسې حال کې چې داعش ډله په عراق او شام کې ډېره زیاته کمزوې کړی شوې ده، مګر هغې ډلې سره دا صلاحیت پاته دی چې په سیمه کې دننه عملیات ترسره کړي او د هغې سیمې نه دباندې حمله کولو خواهش هم لري."

یوه لویه پريشاني دا ده چې د داعش ډلې لس زره (۱۰۰۰۰) جګړه ماران اوس مهال د شام د شمال ختیځو سیمو په شپږویشتو (۲۶) جېلونو کې ساتلی کیږي چې اکثره دا جېلونه عرضي دي.

جنرال کوریلا وویل، سېنټکام د شام جمهوریت پاله ځواکونو سره چې د امریکا له ملاتړه برخمن دي، یو ځای کار کوي چې د نویو ودانیو او سهولیاتو په جوړولو سره، هغه جېلونه مضبوطه کړي.

د دې ترڅنګ، د بندیوانو او یا وژل شوو داعشیانو ښځې، ماشومان او نور رشته داران هم په کېمپونو کې ساتلی کیږي چې تر ټولو ستر یې د الهول کېمپ دی چېرته چې د دېرش زره (۳۰۰۰۰) ماشومانو په شمول، یو پنځوس زره کسان ساتلی کیږي، او د هغو په اړه هم فکرمندۍ موجودې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG