لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان سُپرليګ: د پېښور زلمي فاينل ته رسېدو فېصله نن کیږي


د پاکستان سپرليګ [پي اېس اېل] په روانو وروستيو سياليو کې د پېښور زلمي لوبډلې تېره شپه د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته په ايليمينېټر سيالۍ کې ماتې ورکړې، دویم ايليمينېټر سيالۍ ته رسېدلې او د اسلام اباد لوبډله یې د فاينل د زغل نه بهر کړې ده.

او خپله د پېښور زلمي لوبډلې فاينل ته رسېدو فېصله به په ننۍ دویمه ايليمينېټر سيالۍ کې وشي.

د پېښور او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ تېره شپه په لاهور کې ترسره شوې سيالۍ کې لومړی بېټنګ د پېښور لوبډلې کړی او په ټاکلو 20 اوورونو کې یې په اته لوبغاړو سوځېدو 183 رنزونه جوړ کړي وو.

د پېښور په لوبډله کې زیات 64 رنزونه کپتان بابر اعظم جوړ کړي وو.

د اسلام اباد لوبډلې د پېښور زلمي د 183 رنزونو په مقابله کې په لومړي سر کې ښه لوبه کړې، الېکس هېلز په 37 بالونو57 رنزونه او صهېب مقصود په 48 بالونو 60 رنزونه جوړ کړي خو وروسته یې بيا نور لوبغاړي په ډېرو رنزونو جوړولو کې نه دي کامياب شوي.

او په ټاکلو 20 اوورونو کې یې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 171 رنزونه جوړ کړي او سيالي يې بايللې او د ټورنامنټ څخه بهر شوې ده.

له دې يوه شپه وړاندې د ملتان سلطان لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې وه.

د پېښور زلمي لوبډله به نن د لاهور قلندر لوبډلې سره مخامخ کیږي. د لاهور لوبډلې د کال 2022 د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.

په ننۍ سيالۍ کې چې کومه لوبډله بريالۍ شي د ملتان سلطان لوبډلې سره به په فاينل يا پای لوبه کې مخامخ کيږي.

فاينل سيالي چې د وړاندې نه په 19م مارچ ټاکل شوې، د اپي اېس اېل انتظاميې ويلي د موسم د خرابۍ له کبله به اوس سبا په 18م مارچ کيږي.

د ملتان سلطان لوبډله په درېم ځل فاينل ته رسېدلې ده. د کال 2022 فاينل یې هم د لاهور قلندر لوبډلې سره کړی خو دغه سيالي د لاهور لوبډلې په 42 رنزونو ګټلې وه.

تراوسه پورې چې د پاکستان سپر ليګ اووه پړاوونه ترسره شوي، اسلام اباد يونایټډ لوبډلې دوه ځله اتلولي ګټلې ده. پاتې نورو لوبډلو کې د پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، کراچي کنګز، ملتان سلطان او لاهور قلندر يو يو ځل پايلوبې ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG