لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي کېدای شي په دې تور ونیول شي چې د لوڅو فلمونو هنرمندې ته یې د غلې پاتېدو یو لک 30 زره ډالر ورکړي


واشنګټن ــــ د امریکې مخکینی صدر ډانلډ ټرمپ وایي کېدای شي د مارچ پر 21مه د لوڅو فلمونو هنرمندې ته د پیسو ورکولو د تورونو په مقدمه کې ونیول شي او پر خپلو پلویانو یې ږغ کړی چې که ونیول شي احتجاج دې وکړي.

د وي او اې د رپوټ له مخې چارواکو تر اوسه د ټرمپ خلاف د جرم تورونه نه دي تایید کړي، خو که عدالت هغه په رسمي توګه تورن کړي یعنې فردِ جرم پرې ولګوي نو دا به د امریکې په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو مخکینی صدر په داسې تور نیول کیږي.

ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ پر خپله سوشل مېډیا «ټروت سوشل» باندې په یو پیغام کې ویلي چې د ده د نیولو خبره د نیویارک د منهېټن ضلعې د اټارني له دفتره افشا شوې ده:

"په ګوته کوي چې هیڅ جرم د ثابتولو وړ نه دی ... د لیرې او لرې مخکښ جمهوري غوښتونکي نوماند او د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر به ونیول شي. د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ ، "

"د کرپټ او سیاسي اټارني له دفتره غیرقانوني افشا دا په ګوته کوي چې هیڅ جرم راباندې نه شي ثابتېدای، مخکښ ریپبلکن امیدوار او د امریکې مخکینی ولسمشر به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې- نهې په ورځ ونیول شي".

د رویټرز د خبر له مخې د ډانلډ ټرمپ یوه ویاند ویلي، مخکیني صدر ته د پولیسو له خوا دا خبر نه دی ورکړل شوی چې ګوندې هغه به ونیول شي.

ټرمپ هم د نیویارک د منهېټن ضلعې د اټارني له دفتره د افشا یا لیک شویو معلوماتو په اړه څه ثبوت نه رسنیو ته نه دی وړاندې کړی او نه په خپل پوسټ کې پر ده د ممکنه تورونو لګولو په اړه بحث کړی دی.

ټرمپ پر خپلو پلویانو ږغ کړی چې "احتجاج وکړئ، زموږ ملت بیرته راولئ!" خو سپیناوی یې نه دی کړی چې له دې خبرې یې مقصد څه دی.

د ده سلګونه پلویانو د 2021م کال د جنورۍ پر شپږمه د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د کانګرس پر ودانۍ برید کړی وو او غوښتل یې د 2020م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د ماتې مخه ونیسي.

د ټرمپ خلاف د دې زړې مقدمې پلټنه په داسې وخت کیږي چې هغه په دویم ځل د 2024م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ریپبلکن ګوند له خوا ولاړ دی او هغه وایي که عدالت پرې د کوم جرم تور ولګوي هم کمپاین به یې روان وي.

رویټرز وایي د نیویارک د منهاټن ضلعې د اټارني اېلوین برېګ یوه ویاند په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د اټارني دفتر د هغو 130,000 ډالرو په اړه پلټنه کوي چې ویل کېږي ټرمپ د پخواني شخصي وکیل مایکل کوهن په لاس د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیلز ته په 2016م کال کې ورکړې وې.

سرچینو ویلي د اټارني برېګ دفتر د دغو پیسو د ورکړې په اړه د عدالت لویې جرګګۍ ته ثبوتونه وړاندې کوي، چې د 2016م کال د ټاکنو لپاره د ټرمپ د کمپاین په وروستیو ورځو کې اداکارې ډېنیل ته ورکړل شوې وې او ترې غوښتل شوي وو چې یوه لسیزه وړاندې له ټرمپ سره د جنسي اړیکو پر خبره غلې پاته شي.

ټرمپ له سټورمي ډېنیلز سره د جنسي اړیکې لرلو خبره رد کړې ده او د اټارني برېګ له خوا پلټنه یې د ډیموکرېټانو په لمسه سیاسي دسیسه بللې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG