لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټین د اوکراین جګړې د ختمولو په اړه د چین د صدر د پلان هرکلی وکړ 


د روس صدر ولاډیمیر پوټین د ګل/دوشنبې په ورځ په کرملېن کې د خپل چینايي هم منصب، شي جېن پنګ کوربه و او هغه ته یې وویل چې د اوکراین خلاف د روس د جګړې ختمولو دپاره د بجېنګ د امن پلان هرکلی کوي. پوټین په دې توګه مغربي مشرانو د خپل او صدر شي جېن پنګ ترمنځ د ملګرتیا اندازه وښوده، کوم چې دغه دوه مشران یې "نامحدوده" بولي.

پوټین وویل چې هغه د بجېنګ له خوا پېش کړی شوی د امن پلان، په احترام سره د نظره تېر کړی دی.

مګر د دې چانس ډېر کم دی چې د بجېنګ پلان دې په دې شکل چې پېش کړی شوی، عملي کړی شي، ځکه دا پلان د اوکراین د صدر ولوډیمیر زېلنسکي د اهمو مطالباتو سره منطبق دی – په خصوص دا مطالبه چې روس دې د اوکراین نه ووځي او د هغه سرحداتو ته دې درناوی وکړي چې په بین الاقوامي کچه په رسمیت پېژندلی شوي - په شمول د کریمیه جزیره نما. روس په کال ۲۰۱۴ کې په غیرقانوني توګه د کریمیه جزیره نما ځان سره یوځای کړله او بیا یې د تېر کال په جګړو کې، د اوکراین نورو ختیځو سیمو باندې هم قبضه ولګوله.

صدر شي او صدر پوټین دا انګیري چې امریکا غواړي د نړۍ په چارو کې بالادستي ولري، او ماسکو ته د چین د صدر درې ورځېني سفر، دواړو ته دا موقع ورکړه چې نړۍ ته وښيي دوی د دې نظریې خلاف، یو لاس او ملګري دي.

د بجېنګ او ماسکو ترمنځ ورځ تر بلې ملګرتیا د روس او چین ترمنځ اقتصادي معاملو ته هم فروغ ورکوي، د مثال په توګه چین ته د روس د تېلو او ګېسو رسول په داسې یو وخت کې چې امریکا او مغربي اتحادیانو یې د روس په خارجي تجارت باندې د اوکراین د جګړې په خاطر، پراخې پابندۍ او محدودیتونه لګولي دي.

وړاندې تر دې چې په کرملېن کې د دوو مشرانو ترمنځ د بندو دروازو ترشا خبرې پیل شي، صدر پوټین وویل چې روس په دې وروستیو لسیزو کې د چین تېزې ترقۍ ته "لږ څه حسود" و چې چین څنګه وکړی شول د امریکا نه پس د نړۍ دویم نمبر لوی اقتصادي طاقت جوړ شي.

د کرملېن ترجمان دمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل چې د گل/دوشنبې په ورځ د ماښامنۍ په وخت به پوټین په اوکراین کې د ماسکو د اقداماتو په اړه صدر شي جن پېنګ ته "تفصیلي وضاحت" ورکړي.

پسکوف زیاته کړه چې په ځینو موضوعاتو باندې به زیاتې خبرې د نهې/سې شنبې په ورځ وشي او هغه کې به د چین او روس چارواکي شامل وي.

ماسکو ته د چین د صدر شي جن پېنګ د تلو نه وړاندې، پوټین د چین په خلق اخبار کې یو مضمون خپور کړ او هغه کې یې د صدر شي دا سفر یوه "تاریخي واقعه" وبلله چې "د روس-چین شراکت د ځانګړي طبیعت تصدیق کوي."

د روس صدر په خاصه توګه وویل چې د دوی ملاقات، واشنګټن ته یو پیغام و چې چین او روس به چا ته اجازت ورنکړي چې هغوی کمزوره کړي.

بل اړخ ته د امریکا د قامي سلامتیا د شورا ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ وایس آف امریکه ته وویل، "مونږ پوهېږو چې چین او روس په ډېرو مختلفو طریقو خپله رابطه زیاتوي او وده ورکوي. هغه څه چې مونږ یې په اړه فکرمند یو، دا ده چې صدر شي د [اوکراین] صدر زېلنسکي سره خبرې ندي کړي، او مونږ په دې باور یو چې مهمه ده هغه دا کار هم وکړي – دا چې هغه د دې جنګ په اړه صرف د روس خبرو ته غوږ ونه نیسي، بلکې د صدر زېلنسکي اړخ هم واوري."

کربي همدا شان د بجېنګ لخوا پېش کړی شوي پلان په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې که چېرته اوس مهال د ډزبندۍ غوښتنه وشي، نو دا به د فکرمندۍ خبره وي، ځکه "اوس دستي که د ډزبندۍ خبره ښه ښکاري، مګر په حقیقت کې [د جنګ] په میدان کې د روس لاس ته راوړنې تصدیق کوي."

د جان کربي په وینا، د ډزبندۍ خبره د روس په ګټه ده، ځکه دا په کې نه منلی کیږي چې روس اوس دستي په غیرقانوني توګه د اوکراین په خاوره کې ننوتلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG