لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو خلکو له سرشمېرنې پرته له ټاکنو څخه د بایکاټ خبرداری ورکړ


د متحده مظلوم قبایل فورم د سیوري لاندې د قبایلي ضلعو خلکو د پاکستان د انتخاباتو له کمېشن څخه د سرشمېرنې له بشپړېدو مخکې د انتخاباتو د نه کولو غوښتنه وکړه او وویل،‌ که دا غوښتنه یې و نه منل شوه نو په خیبر پښتونخوا کې به له ټولټاکنو بایکاټ وکړي.‌

دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسلام اباد له پریس کلب مخې څخه د ټاکنو د کمېشن تر دفتر پورې د خپلو غوښتنو لپاره لاریون کړی.‌

د متحده مظلوم قبایلي فورم رابطه کار الحاج احمد سعید ډیوې ته وویل،

"مونږ د دې لپاره راغلو چې الېکشن کمېشن ته خپل یاداشت پیش کړو. هلته مو د پریس کلب مخې ته خپله مظاهره وکړه. موږ د پاکستان ټول سټېک هولډرز ته چه هغه سپریم کورټ دی،‌ الېکشن کمېشن دی وایو چې قبایل د الیشکن کمېشن موجوده طریقه کار سره الېکشن ته تیار نه دي او هر قسمه مزاحمت به کوي."

د متحده مظلوم قبایل فورم غړيو ویل چې لا هم د پخوانیو قبایلي سیمو لرو پرتو سیمو ته د سرشمېرنې ډلې نه دي رسېدلې او پداسې حال کې د انتخاباتو کولو معنا به دا وي چې دغه سيمې د پوره نماېندګې د حق څخه محرومې وساتل شي.

په دغه لاریون کې د شمالي‌ وزیرستان د سیاسي‌ اتحاد مشر مولانا رشید الله ډیوې ته وویل،

"زمونږ مطالبه دا ده چې اول مردم شماري وشي. له دې نه وروسته هلته حلقه بندۍ جوړې شي. بیا دې انتخابات وشي."

د لاریون یو ګډونوال ملک جهانزیب اډوکېټ ډیوې ته وویل، چې دوی د انتخاباتو مخالف نه دي خو باید چې د قبایلو په تناسب ورته حق ورکړل شي.

هغه ډیوې ته وویل، "مونږ د الیکشن نه کېدل نه غواړو. مونږ صرف دا غواړو چې مردم شماري وشي. د هغې پر بنیاد حلقه بندۍ جوړې شي او بیا په هماغو حلقه بندیو د قبایلو په تناسب سره خپل حقوق ورکړل شي او خپل نمایندګان جوړ کړي."

انتخابي کمېشن د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو دې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د سپريم کورټ په امر په خیبر پښتونخوا کې د صوبایي اسمبلۍ د انتخاباتو د پاره د مي 28 نيټه ټاکلې ده.

د حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند اوس مهال د هېواد د ستونزو يواځینی حل په عامو انتخاباتو کې ويني.

د اسلام اباد د مطبوعاتو د کلب مخې ته د احتجاج وروسته د متحده مظلوم قبایل فورم ګډونوال د انتخابي کمېشن او سپريم کورټ ودانیو ته هم ولاړل او له خپلو غوښتنو او اندېښنو یې خبر کړل خو انتخاباتي کمېشن پدې اړه کوم غبرګون نه دې ښودلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG