لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په نوي تعلیمي کال کې د نجونو ثانوي تعلیم پیل نه کړ، یوناما وایي طالبان دې دا توپیري سیاست پرېږدي


واشنګټن ـــــ د افغانستان په سړو او مرکزي سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شوه خو یواځې تر شپږم ټولګي پورې هلکانو او نجونو ته سکولونو ته د تلو امر شوی او تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ځنډېدلي تعلیم د بیا پیلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما وایي، د طالبانو دا سیاست چې نجونې تعلیم ته نه پرېږدي د افغانستان د نیمایي ابادۍ هیلې له خنډ سره مخ کوي او هېواد ته زیان رسوي. یوناما د نوروز په ورځ پر خپله پاڼه لیکلي:

"د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره سم څه باندې يو میلیون افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تلو څخه منع دي. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی ( یوناما) پر واکمنو چارواکو یو ځل بیا غږ کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ټولو تبعيضي سیاستونو لاس واخلي".

د مارچ پر 21مه چې په افغانستان کې د لمریز کال لومړۍ ورځ وه، د کابل په «اماني عالي لېسه» کې تعلیم کال په رسمي توګه پیل شو، چې په مراسمو کې یې د طالبانو د تعلیم وزارت چارواکو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د اوس لپاره چې له لومړي تر شپږم ټولګي د نجونو کوم سکولونه پرانیستل کېږي، باید د هغوی لپاره خوندي تعلیمي چاپېریال او اسانتیاوې برابرې شي:

"چې ټول شرعي اصول پکې رعایت شوي وي او ټول ښوونکي، اداري، تدریسي او خدماتي کارکووني یې ښځینه وي".

د طالبانو د تعلیم وزارت په خپره کړې اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې ولې په نوي تعلیمي کال کې هم اجازه نه ده ورکړې، خو تېر کال یې ویلي وو چې په دې اړه یې پر یوه پلان باندې کار روان دی.

د ملګرو ملتونو، ایمنیسټي انټرنېشنل، نړیوالې ټولنې او د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو او د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د اعلی تعلیم ځنډولو پرېکړه غندلې او د بیرته اخیستو کلکه غوښتنه یې کړې ده خو طالبانو لا دې غوښتنې ته مثبت جواب نه دی ویلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» د فرورۍ پر 21مه ویلي وو، په مارچ کې چې نوی تعلیمي کال پیلېږي که طالبان د نجونو سکولونه او پوهنتونه خلاص نه کړي دا به د بشري حقونو سرغړونه او خپل حکومت ته زیان رسول وي.

د 2021م کال په اګست کې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول او په ستمبر میاشت کې یې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته تعلیم وځنډاوه، خو کال مخکې د 2022م کال د مارچ پر 21مه یې هغوی یواځې د څو ګنټو لپاره سکولونو ته پرېښوولې خو بیا یې بیرته تر «ثاني امر» پورې لا د هغوی تعلیم ځنډولی دی.

د نجونو د ثانوي تعلیم تر ځنډولو وروسته طالبانو د تېر کال په دسمبر کې پوهنتونونو ته هم د نجونو تګ تر نامعلومې مودې پورې وځنډاوه او د دې هېواد په لکونو نجونې یې له تعلیمه محرومه کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG