لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس: د اډيو ټېپونو د لارې سپريم کورټ بدنامول کيږي


د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال ويلي، سپریم کورټ اييني اداره ده خو د اډيو ټېپونو یا د مبینه ريکارډ غږيز پېغامونو د لارې بدنامول کيږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د شورو- چارشنبې په ورځ د لاهور پولیسو د مشر د تبادلې ضد اورېدنې په مهال کړي دي.

د اډيو ټېپونو په اړوند نوموړي ويلي، “مونږ د زغم نه کار اخلو او د ايين تحفظ کوو”، نوموړي زياته کړې “د اييني ادارو د اډيو ټېپونو د لارې بدنامول هیڅ ارزښت نه لري”.

په وروستيو کې د سپريم کورټ د يو جج جسټس مظاهر علي نقوي يو مبينه اډیو مخې ته راغلې چې پکې نوموړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صدر د پنجاب مخکني وزيراعلا چودري پروېز الهي د يوې قضې په اړوند خبرې کوي.

پاکستان بار کونسل بيا سپريم جوډيشل کونسل ته شکات کړی او د دغه اډيو ټېپ د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

د نوموړي جج خلاف له دغې وړاندې هم د مسلم ليګ ن ګوندد وکيلانو د اتحادیې يو ميا داود هم سپريم جوډيشل کونسل ته دغه رنګ شکايتونه کړي وو.

پاکستان کې په وروستیو کې زياتره د سياسي ګوندونو د مشرانو اډيو ټېپونه مخې ته راغلي دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د پاکستان چيف جسټس په ننۍ اورېدنه کې په ملک کې د انتخاباتو په اړوند هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي د ايين لاندې الېکشن کمېشن ته د رڼو انتخاباتو کولو واک ترلاسه دی خو که په انتخاباتو کې بد نيتي وشوه نو سپريم کورټ به پکې مداخلت کوي.

چيف جسټس عمر عطا بنديال ويلي، ټولو سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې برابر موقع ترلاسه کېدل پکار دي.

پاکستان کې اکثره په انتخاباتو کې د ادارو لخوا د طرفدارۍ او بيا درغليو تورونه لګول کیږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ د څوکۍ څخه لرې کړی شوی، نوموړي وخت په وخت په بېلابيلو قضيو کې د پاکستان په الېکشن کمېشن او د دغه ادارې په مشر د طرفدارۍ تورونه لګولي خو الېکشن کمېش تل دغه تورونه رد کړي دي.

په ننۍ اورېدنه کې د الېکشن کمېشن وکيل سجیل سواتي ويلي، د موقتي حکومت د جوړېدو وروسته د الېکشن کمېشن شيډول جاري شوی دی او د ايين ترمخه رڼې ټاکنې د الېکشن کمېشن زمه واري ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG