لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف د هیواد صدر ته ویلي"ستا خط د پي‌ ټي ایي مطبوعاتي بیان ښکاري"


Shahbaz Sharif and Arif Alvi
Shahbaz Sharif and Arif Alvi

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هیواد صدر عارف علوي ته د هغه د لیک ځواب ورکړی او پخپل ځوابي لیک یې ویلي چې دهغه لیک دپاکستان تحریک انصاف ګوند پریس ریلیز یا مطبوعاتي بیان ښکاري.

پخپل ځوابي لیک کې وزیراعظم صدر ته په مخاطبه لیکلي چې ستا خط یو اړخیز او په حکومت مخالفه خیالاتو اډاڼه دی چې دصدر داییني منصب سره نه ښایي.

تر دې وړاندې صدر عارف علوي په 24م مارچ وزیراعظم ته په استول شوي یو لیک کې ویلي وؤ چې د مرکزي او صوبایي حکومتونو ټولو اړونده انتظامیي چارواکو ته باید دانساني حقونو دپایمالو نه د ډډې کولو هدایت وکړي.

پخپل دغه لیک کې صدر علوي لیکلي وؤ چې په نزدې وختونو کې په میډيا او ټولنیزو رسنیو دبنیادي او انساني حقونو دخلاف ورزیو یو شمیر پېښې مخې ته راغلي دي او وزیراعظم باید خپل پام ددغسې پېښو مخنیوي ته وګرځوي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف د صدر علوي ددې خط ځواب په پینځوؤ پاڼو او اووه نکتو کې ورکړی دی او هغه ته یې لیګلي دي چې ستا خط دصدر داییني منصب سره سمون نه خوري.

وزیراعظم صدر ته لیکلي چې ته پرله پسې همدغسې کوې،تېرکال دې په دریم اپریل دپخواني وزیراعظم (عمران خان)په غیراییني هدایاتو عمل وکړو او قامي اسمبلي دې ماته کړه چې بیا سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې ستا دغه اقدام غیراییني وبللو.

هغه صدر ته په مخاطبه لیکلي دایین د 91مادې د5مې دفعې په اساس د وزیراعظم په توګه زما دلوړې یا سوګند په معامله کې تا خپلې اییني ذمه وارۍ نه وې ترسره کړې او په څو موقعو دې دمنتخب اییني حکومت پرضد په فعال انداز کې کردار ترسره کړی دی.

وزیراعظم صدر ته په لیکلي لیک کې زیاته کړې ده چې دانساني حقونو دسرغړونو په اړه تا کومه حواله ورکړې ده هغه دیو ګوند دسیاستمدارانو او فعالینو سره تړاو لري او دایین د10ای مادې د4مې دفعې لاندې داین او قانونو اړونده تحفظ دغو ټولو کسانو ته ورکړل شوی دی.

شهباز شریف صدر علوي ته لیکلي چې یو ګوند سره دتړون له امله تا په قانون نافذونکو ادارو شوي بریدونو بیخي له نظره غورځولي دي او هم دې شخصي او سرکاري ودانیو کې دورانکارۍ او اړي ګړي هڅې په پام کې نه دي نیولي.

وزیراعظم زیاته کړې ده چې دایین،انساني حقونو او جمهوریت دمستقبل په اړه دپاکستان نړیوال وقار ته زیان رسیدلی دی او تا دصدر په توګه یو ځل هم دعمران خان له لوري دعدالت دحکمونو ماتولو غندنه ونه کړه او نه دې دعدالتي حکمونو پر ځای کوونکو باندې د شوؤ بریدونو غندنه کړې ده.

تېره اوونۍ د یوې مقدمه کې محکمې ته په نه وړاندې کیدو د پنجاب پولیسو لاهور کې دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نیولو هڅه کړې وه او په دغه مهال د تحریک انصاف د فعالینو او پولیسو ترمنځ نښتو کې په لسګونو پولیس او سیاسي فعالین ژوبل شوي وؤ.

د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې پولیس د نیولو نه وروسته د ده د وژلو پلان لري خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله بیا دعمران خان دغه دریځ یوه ډرامه بللې ده او وایي هغه او دګوند پلویان یې لکه دترهګرو قانون نافذ کوونکو ادارو ته رابرند شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG