واشنګټن - افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیلېدو سره، په سرښار کابل کې یوه ډله فعاله ښځو د جېنکو په مخ د سکولونو او پوهنتونونو د بند پاته کېدو خلاف احتجاجي مظاهره وکړه او د طالبانو یې وغوښتل چې د تعلیم په مسئله دې سیاست نه کوي.
د اتوار/یکشنبې په ورځ، شاوخوا شل تنه ښځې د کابل لویدیځ پلو د پل سوخته سیمې سړکونو ته په مظاهرې راووتلې او د طالبانو په حکومت یې تنقید وکړ چې ولې یې د نوي تعلیمي کال په پیل کېدو سره، جېنکو ته اجازه نده ورکړې چې سکولونو او پوهنتونونو ته ولاړې شي. هغو نعره بازۍ کولې چې "تعلیم زمونږ سره کرښه ده، تعلیم زمونږ حق دی، انصاف غواړو، تعلیم دې یا ټولو ته وي او یا هېچا ته نه وي..."
یو شمېر دغو ښځینه فعالانو دعوه کوله چې په ښځو جېنکو باندې د طالبانو لخوا د لګېدلو پابندیو له وجې، ځینو جېنکو ګني ځانونه وژلي دي.
ویل کیږي چې طالبانو د دغو احتجاج کوونکو مخه نیولې او ځیني احتجاج کوونکې ښځې یې ګرفتاره کړې هم دي. احتجاج کوونکو د نړېوالې برادرۍ نه هم وغوښتل چې د افغانو ښځو او جېنکو ملاتړ دې وکړي.
د هغه وخته چي طالبان یو ځل بیا په افغانستان باندې واکمن شوي دي، څه باندې پنځه نیم سوه (۵۵۰) ورځې شوې چې جېنکۍ ثانوي سکولونو ته د تګ نه منعه کړی شوي دي.
د ډېرې مودې راهیسي، هم افغانان او هم بهرني ملکونو، نړېوالو ادارو او تنظیمونو په طالبانو غږ کړی او ورنه غواړي چې د ښځو او جېنکو تعلیم دې آزاده کړي، مګر طالبان وایي دا د افغانستان داخلي چارې دي او دوی به تر امرثاني پورې د جېنکو تعلیم ځنډولی وي.
د دې خبر معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي