لاس رسیدونکی لینک

 
کرکټ: پاکستان په دویمه لوبه کې افغانستان ته۱۳۱ هدف وټاکه
تازه خبر

کرکټ: پاکستان په دویمه لوبه کې افغانستان ته۱۳۱ هدف وټاکه


واشنګټن - د افغانستان او پاکستان کرکټ ټیمونه نن د متحده عربي اماراتو په شارجه سټډیم کې خپله دویمه ټي ټونټي لوبه کوي چې په اول میدان کې پاکستان ټول شل آوره لوبه وکړه او د شپږو (۶) وېکېټو په سوځېدو سره یې، ۱۳۰ منډې جوړې او افغانستان ته یې یو سل او یو دېرش (۱۳۱) ټارګټ وټاکه.

په دې لوبه کې ټاس پاکستان وګټلو او په اول میدان کې یې بېټېنګ غوره کړ.

د لوبې په سر کې افغان بالر، فضل الحق فاروقي په هماغه اول آوور کې دوه وېکېټې واخېستې او د افغانستان ټیم مینه وال یې په جذباتو راوستل.

ورپسې نوین الحق او کریم هم دوه وېکېټې واخېستې، او د لوبې په یوولسم آوور کې راشد خان پنځمه وېکېټه هم واخېسته او د پاکستان په ټیم باندې فشار سېوا شو.

د پاکستان په ټیم کې عماد وسیم تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او څلور شپېته (۶۴) رنزونه جوړ کړل.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۴مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي 20 کرکټ د دریو سیالیو په لومړي مېچ کې افغانستان پاکستان ته ماتی ورکړې وه.

په هغې اولې لوبې کې، پاکستان د نهو وېکټو په نقصان 92 رنز وکړل، مګر د افغانستان ټیم د څلورو وېکټو په نقصان په اتلسم اوور کې د پاکستان هدف پوره کړو او مېچ یې وګټلو.

د نننۍ لوبې نه پس به د افغانستان او پاکستان درېیمه شل آوریزه لوبه سبا د ګل/دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۷مه) باندې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG