لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افريقې د ويسټ انډيز د 258 رنزونو په هدف پوره کولو نړیوال ريکارډ جوړ کړی


CRICKET-WC-2022-T20-RSA-NED
CRICKET-WC-2022-T20-RSA-NED

د جنوبي افريقې کرکټ لوبډلې د ټي ټوينټي [T-20] يا شل اووريز نړيوال کرکټ په تاريخ کې تر ټولو زياتو رنزونو په هدف ترلاسه کولو نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی.

په جنوبي افريقه کې د ويسټ انډيز او جنوبي افريقې د لوبډلې ترمنځ د شل اوورونو سيالي شوې ده.

په سيالۍ کې لومړی بېټنګ د ويسټ انډيز لوبډلې کړی او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 258 رنزونه جوړ کړي چې پکې د يادې لوبډلې جانسن چارلس په 46 بالونو 118 رنزونه جوړ کړي وو.

خو په ځواب کې بيا د جنوبي افریقې لوبډلې ټاکلی هدف په 19م اوور کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو پوره کړی 259 رنزونه یې جوړ کړي او د نړيوال ټي ټوينټي کرکټ تاريخ کې یې تر ټولو زیاتو رنزونو هدف ترلاسه کړی او ريکارډ یې جوړ کړی دی.

په دې سيالۍ کې ټول 517 رنزونه جوړ شوي او 35 شپږيزې يا چهکې پکې وهل شوي دي.

د دې ريکارډ نه وړاندې د ټي ټوينټي کرکټ په تاريخ کې د زياتو رنزونو هدف ترلاسه کولو ريکارډ بلغاریه د سربيه د 242 رنزونو خلاف په څلورو لوبغاړو 246 رنزونه جوړ کړي وو.

دغه سیالي تېر کال په 26م جون ترسره شوې وه.

او له دغې وړاندې د کال 2018م په فرورۍ کې د نيوزي لېنډ او اسټريليا لوبډلو ترمنځ يوه سيالي شوې او د نيوزي لېنډ لوبډلې په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو شلو اوورونو کې په شپږو لوبغاړو سوځېدو 243 رنزونه جوړ کړي وو.

او په ځواب کې یې بيا د اسټريليا لوبډلې ټاکلی هدف په 19م اوور کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو پوره کړی 245 رنزونه یې جوړ کړي سیالي یې ګټلې او د زياتو رنزونو د هدف پوره کولو نړیوال ريکارډ یې جوړ کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG