لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 عطا الله ویسا: طالبانو مې دوه نور ورونه هم نیولي‌ او زما مور او کورنۍ ته یې ښکنځل کړي


واشنګټن – په افغانستان کې د طالبانو لخوا د قلم لار تنظیم د مخکښ مطیع الله ویسا تر نیول کېدو وروسته د هغه ورور ویلي چې طالبانو یې دوه نور ورونه نیولي،‌ تر پرون راهیسې یې کور کلابند دی او ان د دوی مور او کورنۍ ته یې ښکنځل کړي.

ښاغلي ویسا په خپلې ټویټر پاڼه باندې په دې اړه‌ خپرې کړې یوې تازه ویډیو کې ویلي، چې طالبان کوښښ کوي چې دی هم ونیسي خو دی دا مهال په یو خوندي ځای کې دی.

هغه ویلي،‌ دا پرې د خپلو هېوادوالو زده کړې یې پرې حق دی او دی به په هیڅ قیمت له خپل دغه دریځ او کار څخه ونه ګرځي حتی که د ده د ژوند په بیه هم تمامه شي.

د عطا الله ویسا ورور مطیع الله ویسا چې پرون طالبانو له ځانه سره وړی تر اوسه یې هېڅ درک نشته.

ملګروملتونو او اروپايي ‌ټولنې د طالبانو لخوا د جونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا نیول غندلي او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم له طالبانو څخه د هغه د ځای او درک په اړه د سپیناوي غوښتنه کړې.‌

یوناما په یو ټویټ کې ویلي، "د قلم لار تنظیم مشر او د جونو د تعلیم لپاره یو فعال مطیع الله ویسا د ګل په ورځ په کابل کې نیول شوی.‌ یوناما له طالب چارواکو څخه غواړي چې د هغه ځای ځایګوټی او د هغه د نیولو دلایل دې روښانه کړي او حقوقي لارو او کورنۍ ته یې د هغه لاس رسی باوري کړي."

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د ښاغلي‌ ویسا نیول غندلي دي.‌ ښاغلي پشتین د ویسا له نیول کېدو سره سم د مارچ په ۲۷ نېټه په یو ټویټ کې لیکلي:

"طالبانو نن په کابل کې د زده کړو یو فعال مطیع الله ویسا نیولی دی.‌ یوه اونۍ مخکې یې د بشري حقونو یو فعال نوریال کلیوال نیولی و چې تر اوسه هم په هلمند کې بندي دی.‌ دغه ډول ظالمانه نیونې باید ودرول شي.

د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته ویلي،‌ چې ورور یې تېره ورځ د کابل په خوشحال خان کې هغه مهال ونیول شو کله چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلی و.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي تاماس نېکلاسن هم په یو ټویټ کې ویلي،‌ چې دی د ویسا په نیول کېدو باندې په ژوره توګه خواشینی دی.‌

نېکلاسن په یو ټویټ کې ویلي، "ښاغلي ویسا د ۲۰۰۹ کال راهیسې د سیمیزو ټولنو سره له نېږدې تعلیم ته د افغان هلکانو او جونو د رسېدو لپاره کار کوي.‌"

د طالبانو حکومت په رسمي توګه تر اوسه پورې د ښاغلي ویسا د نیولو په اړه سپیناوی نه دی ورکړی خو د تېر کال راهیسې یې جونې په منځنیو ښونځیو کې له زده کړو څخه منع کړي دي او له دې سره افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې د جونو په تعلیم پکې بندیز لګېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG