واشنګټن ــــ د امریکې له پولې سره د مېکسیکو د کډوالو په یوه بندیخانه کې د نهې- سه شنبې په شپه تر سپېدو مخکې اور لګېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه 40 کسان پکې مړه شوي او 29 نور ټپیان شوي دي.
دا اور د امریکې د ټېکساس ایالت ایلپاسو ښار ته څېرمه د پولې په بله غاړه د مېکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې د کډوالو په هغه مرکز کې لګېدلی چې د نېشنل مایګرېشن انسټیټیوټ له خوا چلېږي.
د مېکسیکو ولسمشر انډریس مېنویل لوپیز اوبراډو دعوه کوي چې اور دغو کډوالو لګولی ځکه چې وایي هغوی له دې ډاره د احتجاج په توګه خپلې بسترې سوځولې وې چې بیرته به له دې ځایه خپلو هېوادونو ته وشړل شي:
"دوی د مرکز په دروازه کې بسترې د احتجاج په توګه اچولې وې او اور یې ور اچولی وو، دوی فکر نه کاوه چې دا به د دې ناوړه غمیزې سبب شي".
د رسنیو د رپوټونو له مخې د پېښې د ځای په عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې مرکز په پارکینګ کې د سوځېدلیو کسانو مړي په شړیو یا کمبلو پوښل شوي دي.
په دې مرکز کې د مرکزي او جنوبي امریکې لږ تر لږه 68 تنه ساتل شوي وو. دا د هغو کډوالو یا پناه غوښتونکو د را تېرېدو ځای دی چې غواړي له دې لارې امریکې ته ننوځي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پر دې پېښه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا "د مخنیوي وړ پېښه" وه. ادارې په ټویټ کې غوښتنه کړې چې د دې پېښې تر شا د حالاتو د معلومولو لپاره ګړندۍ او شفافه څېړنه ډېره مهمه ده:
"موږ یو ځل بیا له ټولو هیوادونو غواړو چې د کډوالو د بندي کولو لپاره نورې لارې خپلې کړي".
د مېکسیکو د اټارني جنرل دفتر په یو بیان کې ویلي چې مړه شوي او ټپیان د ګویټې مالا، هونډوراس، ایل سلواډور، وینزویلا، کولمبیا او ایکواډور اوسېدونکي وو، وایي تر ټولو زیات شمېر پکې د ګویټې مالا د خلکو وو.
د امریکې په استازو اېوان کې د ډیموکرېټ ګوند استازې ویرونیکا اسکوبار د پېښې ځای ته څېرمه د ټیکساس د سوېلي ضلعې استازیتوب کوي، هغې پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او پر ټویټر یې لیکلي دي:
"هغه 38 کسان چې د ښه ژوند لپاره د خلاسون په تمه وو په جواریز کې یې ژوند وبایله، د کډوالو دې بحران پر هر ګام زیانمن خلک په لوی خطر کې اچولي دي".
رسنۍ وایي په دې وروستیو کې په دې مرکز کې د امنیت ساتونکو او کډوالو تر منځ تشدد ډېر زیات شوی وو، ځکه چې وایي دا ځای له هغو کسانو ډک شوی وو چې امریکې ته د ننوتلو یا پناه غوښتلو په انتظار وو.
د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې هره میاشت شاوخوا دوه لکه کسان هڅه کوي د مېکسیکو د پولې له لارې امریکې ته را داخل شي.
د کډوالو نړیوال تنظیم په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې له 2014م کال راهیسې شاوخوا 7,661 مهاجر امریکې ته د تللو پر مهال مړه یا ورک شوي او 988 نور د سفر په وخت په نورو پېښو یا غیرانساني حالاتو کې مړه شوي دي.