لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو نه ليدل کېدونکی مشر په افغانستان کې بې ساری طاقت لري


واشنګټن ـــ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په سرکاري توګه د افغانستان د اسلامي امارت او د مومنانو امير او د قران او حديث شيخ بلل کيږي.

د هغه وينا که په ليکلې بڼه وي که په ويلو پخپل ځای لوی قانون دی او سملاسي پرې په داسې هېواد کې عمل کيږي چې ايين نه لري او د امير د حکم د منلو نه څوک انکار نه شي کولی.

د څو لوړپوړو طالبانو مشرانو دعوه ده چې دوی پخپلو سترګو ليدلی ګنې د عمر په اويا کلنۍ کې اخوندزاده د افغانانو او نړۍ د پاره يو راز دی ځکه چې کوم سړی په افغانستان راج کوي نه يې څوک ويني، نه منتخب دی او نه چاته جوابده دی.

په ميډيا کې يو داسې تصوير ګرځي چې باور کيږي د هبت الله اخوند دی او د نوي په لسيزه کې اخستل شوی. ويل کيږي چې د تورې اوږدې ږيرې دا عکس د پاسپورټ جوړولو د پاره هغه ويستلی وو خو دا هم په سرکاري توګه تايد شوی نه دی.

دې مياشت اخوندزاده چې د طالبانو په وينا په کندهار کې اوسي امر کړی د هغه نه پرته به بل هيڅ څوک نه دولتي مځکه تقسيموي او نه خرڅوي چې د هېواد ټوله بيوراکريسي يې تر کابله بې واکه کړې ده.

د طالبانو په واک کې د وزيرانو او قاضيانو د ټاکلو نه واخله تر ولسوال د ګمارلو پورې هر څه د اخوند په خله کيږي.

کله به افغانو جينکو ته پوهنځيو ته د تګ او ښځو ته د کار کولو اجازت ورکول کيږي دا به يواځې د اخوند ذاده په خوښه کيږي.

د طالبانو د معدنياتو وزير شهاب الدين دلاور يو افغان خبريال ته د اخوندزاده د کريشمې په اړه ويلي:

“وړومبی خو دا چې هغه د الله نه وېرېږي، دويم دا چې هغه په احاديثو پوهيږي او د قران بيانوونکی دی. هغه فقيه دی او په دې تېر جهاد کې د هغه زوي د ځانمرګۍ قرباني ورکړه چې دی پخپله امير وو”.

د هغه د زوي چې ځانمرګی بريد يې کړی پېژندګلو نه ده شوې او نه د هغه د نورې کورنۍ په اړه معلومات شته خو ويل کيږي چې دوې ښځې لري او يوولس بچي يې دي خو د دې هم تايد لا ترديد په سرکاري توګه نشته.

د امير په حيث د هغه ټاکل د نارينه طالبانو يوې شورا په کال 2016 کې د پخواني امير اختر محمد منصور د وژنې وروستو وکړو چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امريکايي ډرون په بريد کې په نخښه شوی وو.

طالبان وايي د شورا پرېکړه د امير په ټاکلو کې جايز ده ځکه د اسلامي حکم سره سم د امير بيعت کيږي.

په نيويارک کې د قرطبه هاوس صدر او فقيه امام فيصل عبدالروف وايي وړاندې به مسلمانانو فقهاوو ويل د امير د ټاکلو وروستو به هغه د خپلو خلکو تايید حاصلوي. روف وايي:

“نن ډېر د عصر فقها دا ګڼي چې جمهوري انتخاب د بيعت بديل دی. د بيعت نه پرته به د امير نور خصوصيات هم وي. هغه به ريښتونی او پرهېزګار وي”.

د طالبانو د حکومت د ليکلي قانون د نشتوالي له کبله دا نه ده معلومه چې تر څو به يو امير په اختيار کې وي، ايا هغه به بدلېدلی شي او ايا هغه خپل ځایناستی هم ټاکلی شي؟

په نړيواله کچه د طالبانو حکومت په رسميت څوک نه پېژني او نه يې مسلمان هېوادونه مني بلکې د افغانستان دننه او بهر افغانان د اخوند ذاده حکومت زورواکه او غير قانونه رجيم بولي.

کله چې دا پوښتنه د بي بي سي خبريال د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي نه وکړه چې منتخب حکومت نه لري نو هغه وويل هر يو هېواد خو هم انتخابونه نه کوي او افغانستان دغه رنګ يو هېواد دی.

شمالي کوريا، شام او سعودي عرب داسې هېوادونه دي چې د زورواکه او غير منتخب حکومتونو په نوم پېژندل کېږي، هغلته انتخابونه نه کيږي.

د اخوندزاده تر واک لاندې افغانستان نن هيڅ اداره نه لري، ايين معطل دی، ملي سرود بند دی، د بشري حقونو څانګه تړل شوې او پارلمان او د انتخاباتو اداره ختم کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG