لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هوايي شرکتونو ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ۲۹۰ میلینه ډالرو د بندېدو له امله ښايي دغه هېواد ته الوتنې بندې کړي


واشنګټن – د هوايي شرکتونو نړیوالې ټولنې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې بهرني هوايي شرکتونه ښايي له اقتصادي‌ ستونزو سره مخ پاکستان کې خپل عملیات ودروي ځکه دوی ته د پيسو په ورکولو کې خنډونه رامنځ ته شوي.‌

د نړیوالو شرکتونو سوداګریزې ټولنې په یو بیان کې ویلي، چې پاکستان له بهرنیو شرکتونو څخه د جنورۍ راهیسې ۲۹۰ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې دا له نایجیریا وروسته د هوایي شرکتونو د پورونو دوهمه لویه اندازه ده.

د نړیوالو شرکتونو د ټولنې سیمیز مرستیال مشر فېلېپ ګاه وویل، "که چېرې دا حالات دوام وکړي چې په یو هېواد کې د عملیاتو اقتصادي اړخ بې ثباته کېږی نو دا تمه کېدای شي چې هوايي شرکتونه خپلې قیمتي الوتکې په نورو هغو ځایونو کې وکاروي چې غوره‌ پایلې ولري."

هغه زیاته کړه، ورجن اټلانټېک اېروېز په دې وروستیو کې پاکستان ته خپلې الوتنې بندې کړې دي.

د پاکستان د ملکي‌ زر مبادلې کچه په دې وروستیو کې ۴.۶ بیلینه ډالرو ته غورځېدلې چې په سخته د څلورو اونیو د وارداتو یا درامداتو لپاره هم کافي نه ده.

له دې سره مرکزي بانکونو ته ستونزمنه شوې چې له هېواد څخه د باندې ډالر واستوي.

د هوايي شرکتونو نړیوالې ادارې ویلي، د پاکستان فارن ایکسچینج کنټرول د بهرنیو کمپنیو هغه وړتیا اغیزمنوي چې خپلې پیسې ترلاسه کړي او بیا پرې خپل میاشتني بېلونه ورکړي.‌

دوی ویلي، د ځینو هوايي شرکتونو د ۲۰۲۲ کال د سودا پیسې لا تر اوسه هم په پاکستان کې بندې پاتې دي او زیاتوي،‌ چې د پيسو ترلاسه کول سخت شوي او پروسه یې اوږده شوې.‌

په پاکستان کې د شهباز شریف حکومت د نړیوالې مالیاتي‌ ادارې یا آی ایم اېف سره په خبرو بوخت دی چې پاکستان ته د هغوی د ۲۰۱۹ کال د تړون له مخې د ۶.۵ بیلینه ډالرو پور د ورکړې بهیر بېرته پیل شي.

ټاکل شوې وه چې آی اېم اېف په نومبر کې ۱.۱ بیلینه نور ډالره پاکستان ته پرېږدي خو تر اوسه یې دا نه دي کړي او وایي، چې پاکستان باید لومړی منل شوي مالي اصلاحات راولي.

د آی اېم اېف پیسې د دې لپاره هم ضروري دي چې د پیسو د نورو بهرنیو سرچینو مخه هم پرانیزي تر څو پاکستان بهر ته د خپلو پورونو د ورکړې ناسم حالت بېرته سم کړي.‌

چین، سعودي عرب او عربي متحده امارات د هغو ګڼو هېوادونو په ډله کې دي چې ژمنه یې کړې چې له پاکستان سره به د پيسو د ورکړې په بهیر کې مرسته وکړي.

ښاغلي ګاه د ۲۲۰ میلیونو وګړو دغه هېواد د هوايي شرکتونو لپاره یو له چلنج نه ډک چاپیریال وباله.

دا مهال ۲۸ بهرني هوايي شرکتونه پاکستان ته الوتنې کوي.‌

د هوايي شرکتونو د نړیوالې ادارې لخوا یوه شوې څېړنه وايي، چې پاکستان کولای شي تر ۲۰۳۸ کاله پورې هوايي سفرونه ۳۵ میلیونو ته ورسوي چې دا مهال یولس میلیونه دي او له دې سره به بیا ددغه هېواد له جي ډي پي سره ۹.۳ بیلینه ډالره مرسته وشي او اته لکه دندې یا کارونه به ورسره پیدا شي.‌

خو انتقاد کونکي‌ وايي، چې د پاکستان حکومتونو د هوايي چلند دې صنعت ته خاص پام نه دی اړولی.

په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو کموالی او د کلدراې بې قدره کېدو هم دغه ډګر ځپلی دی.‌

د موټر جوړولو ګڼو کمپنیو د اقتصادی ستونزو له امله د موټرو تولید درولی دی.‌

پاکستان زیاتره په وارداتو تکیه لري، لکه خام توکي چې د درملو جوړولو او د جراحۍ د پیچلو وسایلو لپاره اړین دي، خو د طبي سامان الاتو د رسولو بهیر دا مهال له ستونزو سره مخ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG