لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د چین تر مشرۍ لاندې امنیتي بلاک سره یوځای کېږي


ولسمشر شې د شانګهايې د غړو هېوادونو مشرانو ته د ویډیو لېنک له لیارې خبرې کوی.
ولسمشر شې د شانګهايې د غړو هېوادونو مشرانو ته د ویډیو لېنک له لیارې خبرې کوی.

واشنګټن – د سعودي دولتي خبري رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه هېواد منلې چې د شانګهایي همکارۍ له سازمان سره به د ډایلاګ پارټنر په توګه یوځای کېږي.

ډایلاګ پارټنر دې ته وايي، چې یو غړی هېواد یا تنظیم د شانګهاي د همکاریو په سازمان کې مشورتي اړیکې ولري او کولای شي چې د شانګهاي په کانفرانس کې په فعاله توګه برخه واخلي.

د شانګهايي د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د یو سیاسي، اقتصادي او امنیتي تنظیم په توګه جوړ شو چې له لویدیځو سازمانونو سره سیالي وکړي.

د چین سربېره په دغه سازمان کې هند،‌ پاکستان روسیه او د منځنۍ اسیا څخه قزاقستان، کرغېزستان، ازبکستان او تاجکستان غړیتوب لري.

دغه پرېکړه د نهې یا سې شنبې په ورځ د سعودي د کابینې په یوې غونډه کې شوې چې مشري یې خپله پاچاه سلمان کوله.

په نورو هېوادونو کې چې یا د څارونکي او یا د ډایلاګ پارټنر په توګه پکې شامل دي هغه مصر، ایران او قطر دي.

د ریاض دغه اقدام چې له یاد بلاک سره به یو ځای کېږي درې اونۍ وروسته له هاغې وشو چې د چین په منځګړیتوب د سعودي او ایران ترمنځ د بشپړو ډپلوماټیکو اړیکو د رغولو لپاره د پخلاینې یو تړون وشو.

د سعودي او ایران ترمنځ اړیکې اوه کاله وړاندې خرابې شوې وې.

د اکثریتي شعیه میشتي ایران او اکثریتي سوني مېشتي سعودي ترمنځ په سیمه کې ګڼې شخړې هم رامنځ ته شوي چې یوه بیلګه یې په یمن کې روانه جګړه هم ده.‌

ریاض وویل، که څه هم دوی له تهران سره په څو دورو پخوانیو خبرو کې ناست دي خو د ولسمشر شي جېنپېنګ په منځنګړیتوب د پخلاینې دا بهیر ډېر مرستندویه وه.

د شي دې رول ته نړیوالو وریځې پورته اچولي، ځکه سعودي په سنتي ډول له واشنګټن سره نېږدې اړیکې لري که څه هم دغه اړیکې په دې وروستیو کې د بشري حقونو او د تېلو د تولید پرسر لانجو کې له ستونزو سره مخ شوي.

په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېډېنت پېټل د سعودي دا ګام دومره ارزښتناک نه دی بللی او ویلي یې دي چې د دې اټکل له ډېر مخکې څخه کېده.

پېتل وړاندې وویل، "هر هېواد ځانته ځان ته اړیکې لري."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG