لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې وسلوالو سره نښته، يو پوځي وژل شوی، بلوچستان کې د وسلوالو خلاف عملیات شوي


Pakistan Army, Operation
Pakistan Army, Operation

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی دی. پوځ د بلوچستان صوبې په سبي کې د عملياتو کولو هم ويلي چې په نښته کې يو ترهګر وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

پوځ ویلي دا پېښه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې شوې او د نښتې په مهال امنیتي ځواکونو په مړانه مقابله کړې ده او د ترهګرو ځاله یې په نخښه کړې خو بیان کې دا نه ده څرګنده کړې چې دې نښته کې وسله والو ته څه مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

پوځ ويلي په نښته کې 29 کلن سپاهي ارشاد الله وژل شوی چې د خېبر پښتونخوا کرک ضلعې سره يې تعلق وو.

پوځ وایي سیمې نه د ترهګرو د ختمولو لپاره دغلته عملیات روان دي. او په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی دی.

تر دې مهال دغه برید زمه داري چا نه ده منلې.

میر علي هغه سیمه ده چې د پاکستان پوځ د کال 2014م د ضرب عضب پوځي عملیاتو پرمهال د هرقسمه ترهګرو نه پاکه ګرځولې او دې عملیاتو څخه بې کوره کړل شوي خلک بیرته خپلو سیمو کې په ځای کړی شوي دي.

خود علاقې خلک وایي تر عملیاتو ورسته دغه سیمه کې د وسله والو او د پاکستان پوځ ترمینځ انښتې په دوامداره توګه ترسره کیږي. او دواړه خواه یو بل ته زیات ځاني نقصان اړولو دعوې شوې.

وړمه شپه هم د خېبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې په پولیسو ترسره شوي برید او بمي چاودنه کې د یو پولیس ډي ایس پي په ګډون څلور عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

بلوچستان کې عملیات:

د بلوچستان صوبې په جنوبي سبي علاقه کې د عملیاتو په اړوند پوځ ویلي، دغه عمليات د 30م مارچ څخه د هغو ترهګرو پرضد پېل کړی شوي څوک چې د عامو خلکو په هدف کولو او د سکرو د کانونو د مالکانو په ځورولو کې ککړ وو.

په عملیاتو کې د يو ترهګر د وژلو او دوه ژوبل کېدو او د دوی قبضې څخه د وسلې ترلاسه کېدو ویل شوي دي، خو د ترهګرو نور جزيات نه دي ورکړی شوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا چټک شوی او په امنیتي ځواکونو ترسره شوو بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې په سلګونو عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په دې چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

څېړونکي وایي په تېرو څو میاشتو کې د تحریک طالبان ډلې سره د نورو وسله والو ډلو د یو ځایی کېدو او له زیاتېدونکو بریدونو ښکاري چې دې وسلوال تنظیم ځان منظم کړی دی.

خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي، ترهګر نه خو له قابو وتلي دي او نه به په راتلونکي کې داسې وشي. هغه ویلي چې د ترهګرۍ د ناسور د جرړو ویستلو لپاره ټولې اړونده ادارې د یو بل په مرسته ګامونه اخلي.

په 14 مارچ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر پرمهال ویلي وو چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG