واشنګټن ـــــ طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د "صدای بانوان" یا "د ښځو غږ" په نوم سیمه ییزه ایف ایم رېډیو په دې تور په شرطیه ډول بنده کړې ده چې وایي د دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو د پالیسۍ سرغړونه یې کړې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر مولوي معزالدین احمدي د جمعې په ورځ وي او اې ته د دې رېډیو د بندولو د سبب په اړه وویل، چې د روژې په میاشت کې یې څو واره موسیقي خپره کړې وه:
"دوی ته مو پرله پسې ویلي وو چې د موسیقۍ خپرول حرام دي او مه یې خپروئ، خو له بده مرغه دوی د روژې په میاشت کې څو ځله دې خبرتیا ته پام ونه کړ او موسیقي یې خپره کړه، بالاخره تېره ورځ مو د نورو مشرانو تر مشورې وروسته ددې رېډیو خپرونې بندې کړې".
د دې رېډیو یوې چلوونکې نجلا شېرزاد د افغانستان رسنیو ته ویلي، دوی کومه سندره نه ده خپره کړې او "صدای بانوان" رېډیو په وروستیو کې له تعلیم د نجونو د محرومه کېدو په اړه خپرونې کولې کېدای شي طالبانو له هغې وجې د دوی خپرونې بندې کړې وي.
خو په بدخشان کې د "صدای بانوان" رېډیو یوه کارکوونکې بیا دعوه کوي چې په رېډیو کې د عربي نعت په خپرېدو پسې سمدستي په تېروتنه میوسیقي چلېدلې وه چې له کبله یې طالبانو د دوی رېډیو بنده کړه.
دغې کارکوونکې د نوم نه ښکاره کولو په شرط ازادي رېډیو ته ویلي، که رېډيو ته یې د بیا خپرونو اجازه ور نه کړل شي د رېډيو له خپرونو سره سره به یې په افغانستان کې د سلګونو ښځو غږونه هم غلي شي.
د طالبانو د اطلاعاتو کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي وایي، اوس یې دا رېډیو د لنډ وخت لپاره بنده کړې ده، که د رېډیو چلوونکي د دې خبرې ضمانت ورکړي چې بیا به موسیقي نه خپروي نو د خپرونو د بیرته پیلېدو اجازه به ورکړي.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د "د ښځو غږ" رېډیو د بندولو غندنه کړې ده او دا یې په رسنیو باندې د طالبانو یو بل ګوزار بللی دی. د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي پر ټویټر لیکلي:
"په بدخشان کې د ښځو پر یواځیني رېډیو سټېشن بندیز لګېدلی چې د ښځو د حقونو په اړه یې نشریات کول. د رېډیو ښځینه کارکوونکو هغه حجاب هم اغوست چې طالبانو ټاکلی دی".
د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې په بدخشان کې د «صدای بانوان» رېډیو په ګډون دوولس نورې سیمه ییزې رېډیوګانې هم د ایف ایم پر څپو دا مهال فعالیت کوي.
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي دي د رسنیو او خبریالانو کارونه یې ډېر زیات محدود کړي دي چې له کبله یې ګڼ شمېر رسنۍ بندې شوې او خبریالان یې بې روزګاره شوي دي.
طالبانو نه یواځې د رېډیو په خپرونو کې د موسیقۍ پر خپرولو بندیز لګولی دی، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې د رسنیو ښځینه کارکوونکې هم په رسنیو کې له کار کولو منع کړې دي.
د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم آر ایس ایف د وروستي رپوټ له مخې په تېر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې 219 چاپي، رېډیویي او ټیلیویژني رسنۍ بندې شوې دي.
دغه تنظیم وایي د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې 546 فعالې رسنۍ موجودې وې، خو وایي اوس یې شمېر 328 ته راکم شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د یو افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو نور خبریالان هم نیولي او بندیان کړي دي، خو له بهبودي پرته اکثره دغه خبریالان بیرته خوشي شوي دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې وایي، په تېر شاوخوا یونیم کال کې د هېواد له 345 سیمه ییزو رېډیو سټېشنونو څخه 117 بند شوي دي، چې وایي له کبله یې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم بې کاره شوي دي.