لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: ايران سره په پوله بريد کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ نن په لومړي اپرېل ويلي، د ايران سره په پوله بلوچستان صوبه کې د ايران له لوري ترهګرو برید کړی څلور پاکستاني عسکر پکې وژل شوي دي. په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې پوځ ویلي، د بلوچستان د کېچ ضلعې په جلګۍ سېکټر د ترهګرو ډلې د ايران له لوري د پاکستان د پولې په ساتنه مامور سرحدي ځواک باندې بريد کړی دی.

بوځ زياته کړې په دغه بدقسمته برید کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي چې پکې نايک شېر احمد، لانس نايک محمد اصغر، سپاهي محمد عرفان او سپاهي عبدالرشيد شامل دي.

پوځ ويلي، د ايران لوري ته چارواکو سره تماس نيول شوی چې د ترهګرو پرضد کلک عمليات وکړي او په راتلونکې کې د داسې ډول پېښو مخه ونيول شي.

د پاکستان او ايران ترمنځ پوله باندې وخت نا وخت دغه ډول پېښې کيږي.

د روان کال جنورۍ په میاشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ايران د خاورې نه په پاکستاني عسکرو ترهګر بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور عسکر وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو ياد بريد غندلی او ویلي یې وو پاکستان د ايران نه تمه لري چې خپله خاوره به د پاکستان پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

دغه بريد له هغې يوه ورځ وروسته شوی وو چې د پوځ مشر جنرل عاصم منير د بلوچستان صوبې سفر کړی او ويلي یې وو، پوځ د بهرني دښمن په هغه ناوړه ارادو خبر دی چې په بلوچستان کې پرامنه ماحول خرابوي. خو نوموړي نه وو ويلي چې بهرنی دښمن څوک دی.

جنرل عاصم منير ویلي وو، "مونږ د بهرني دښمن لخوا په بلوچستان کې د پرامنه ماحول خرابولو په ناوړه ارادو خبر يو. او د بلوچستان بې ثباته کوونکي د بهرني ملاتړ دښمنه عناصرو د هڅو ناکامه کولو دپاره به عملياتي تياريانې په ځای وي".

په تيرو وختونو کې ايران هم داسې تورونه لګولي چې په ايران کې ترهګري کوونکې ډلې په پاکستان کې پټې ځالې لري.

او په 2017 کې د ايران د پوځ مشر پاکستان ته ګواښ کړی وو چې پوله دې سمبال کړي کنه دوی به په پاکستان کې دننه په ترهګرو پسې لاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG