د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سپيناوی کړی چې د پاکستان او اسرايل ترمنځ هیڅ تجارت نه دی شوی. د سوداګرۍ وزات په ټویټر ویلي، د پاکستان د اسرايل سره سفارتي اړيکې نشته او نه ورسره تجارت کوي.
د امریکایي یهودیانو یوې ټولنې په 30م مارچ ويلي وو، چې د پاکستان او اسرایل ترمنځ یوه تجارتي معامله شوې او په هغې کې د پاکستان نه خوراکي پیداوار اسرایل ته رسېدلی دی.
دا ټولنه چې د امریکایي یهودیانو کانګرس نومیږي او مرکز یې په نیویارک کې دی، یو بیان جاري کړی او د پاکستان او اسرایل ترمنځ دغه نایابه تجارت یې ستایلی وو.
د امریکایي یهودیانو د کانګرس په بیان کې ويل شوي وو چې دا تجارتي معامله په دې هفته کې شوې ده، او هغې کې پاکستانی-یهود فېشل بن خالد او درې اسرایلي تاجران شامل وو.
بن خالد د پاکستان په غټ اقتصادي ښار، کراچۍ کې ژوند کوي، او هلته کې د خوراکي موادو کارخانه دارو ته چې خپل پیداوار د نړۍ مختلفو برخو ته برامد کوي، د کوشېر د تصدیق کاروبار کوي. کوشېر یوه اصطلاح ده چې یهودیان یې هغو خوراکي موادو ته استعمالوي کوم چې د دوی د شریعت سره سم، جوړ او یا پاخه شوي وي.
پخپله بن خالد د نهې/سې شنبې په ورځ په ټوېټر د پاکستان او اسرایل ترمنځ د دې نایابه تجارت خبر عام کړی وو.
فېشل بن خالد د خپلو سامانونو یوه وېډیو خپره کړه چې پکې کجورې، وچې مېوې او مصالې ښکاري چې د یورشلېم/بېت المقدس په یو مارکېټ کې خرڅلاو ته کېښودل شوي دي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت زياته کړې چې پاکستان، اسرايل د يو خپلواکه رياست په توګه نه پېژني او نه د دواړو ملکونو ترمنځ د بېنکنګ اړيکې شته.
په بيان کې ويل شوي د پاکستان د کسټم چارواکو تاييد کړې چې د پاکستان نه اسرايل ته هیڅ نه دي لېږل شوي.
د سوداګرۍ وزارت ویلي، د پاکستان کوم توکي يا مصنوعات که اسرايل ته د کوم بل ځای نه وړل شوي او برامد شوي نو دغې ته د پاکستان نه لېږل نه شي ویل کېدی.
پاکستان تراوسه پورې اسرايل په رسميت نه دی پېژندلی او نه یې ورسره کومې سياسي يا سفارتي اړيکې شته.
تېر کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وفتر ويلي وو چې د پاکستان نه کوم پلاوي د اسرايل سفر نه کړی او زياته کړې یې وه، د اسرايل په لړ کې د پاکستان په پاليسۍ کې کوم بدلون نه دى راغلی.
هغه وخت په نړيوالو مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي چې د پخواني حکومت د وزير په شمول يو "پاکستاني پلاوي" په بېت المقدس کې د اسرايلو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي وو.
د هغه وخت د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار په يو بيان کې ويلي وو چې دغه ليدنه د يوې بهرنۍ اين جي او لخوا تنظيم شوې وه چې پاکستان پسې اړه نه لري.
اسلام اباد د اسرایل سره څه سفارتکاري تعلقات نه لري او وايي تر هغې چې فلسطین یو آزاد ریاست جوړ نشي، د یو ریاست په حېث د اسرایل د تسلیمولو نه انکار کوي. پاکستان له ډېره وخته دا پالیسي ساتلې ده.
بل اړخ ته په 2020م کال کې د ابراهم تړون د لاندې چې د امریکا په وساطت لاسلیک شو، متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرایل سره خپل تعلقات جوړ کړل. ورپسې سوډان او بیا المغرب هم دا کار وکړ.
د امریکایي یهودیانو کانګرس پخپل بیان کې ویلي، "په متحده عربي اماراتو کې چې کوم تجارتي نندارتونونه جوړ شول، د پاکستاني او اسرایلي تاجرانو سره یې مرسته وکړه چې خپل منځ کې تجارتي معامله وکړي او پاکستانی سامان دا هفته اسرایل ته ورسیږي. مونږ د دې وړوکي ګام هرکلی کوو چې د اسرایل او پاکستان، او بیا په لویه کې د خطې په اقتصاد باندې پراخ اثر درلودلی شي".