لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېنلېنډ نن له ناټو سره یوځای کېږي، دا روس ته لوی ګوزار دی


واشنګټن – فېنلېنډ د نهې یا سې شنبې په ورځ له ناټو سره یوځای کېږي. دا تاریخي یو ځای کېدل په اوکراین باندې د روس له یرغل سره تېز شول خو د دغه پوځي اتحاد مشر ویلي، چې فېنلېنډ ته به نور سرتیري نه لېږل کېږي مګر دا چې ورڅخه غوښتنه وشي.‌

روس لا دمخه خبرداری ورکړی چې دوی به له ناټو سره په خپلو پولو باندې دفاع زیاته کړي که چېرې دغه اتحاد خپل نوي غړي ته نور سرتیري او وسایل واستوي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ په برسلز کې د فېنلېنډ له یوځای کېدو څخه څو ساعته دمخه خبریالانو ته وویل، "په فېلېنډ کې به د دغه هېواد له اجازې پرته د ناټو سرتیري نه وي."

خو هغه هلته د نورو پوځي تمرینونو امکانات رد نه کړل او وویل،‌ چې ناټو به روس ته اجازه ور نه کړي چې دوی ته امرونه وکړي.

هغه وویل، "مونږ په دوامداره توګه د خپل حالت او وضعیت ارزونه کوو. مونږ نور تمرینونه لرو، مونږ نور حضور لرو او همدارنګه په نارډېک سیمه کې."

ټاکل شوې ده چې د نهې یا سې شنبې ناوخته به فېلېنډ په رسمي توګه د ناټو د ۳۱ غړي په توګه له دغه هېواد سره یوځای شي او په دې توګه به په نړۍ کې ددغه ستر امنیتي‌ اتحاد برخه وګرځي.

په اوکراین باندې تېر کال د روس له یرغل سره فېلېنډ په مې میاشت کې په ناټو کې د یوځای کېدو لپاره وړاندیز وکړ تر څو ددغه پوځي اتحاد د امنیتي چترۍ تر سیوري لاندې ځان خوندي‌ کړي.

ګاونډي سویډن هم ورته غوښتنه کړې خو د سویډن یوځای کېدل ښایي څو میاشتې نور وخت ونیسي.‌

فېلېنډ له روس سره ۱۳۴۰ کیلومټره اوږده ګډه پوله لري او له یوځای کېدو سره یې له روس سره د ناټو پوله دوه برابره زیاته شوه.

دغه پرمختګ ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یو سیاسي او سټراټېژک ګوزار دی چاچې د اوږدې مودې راهیسې روس لوري ته د ناټو له پراخوالي څخه سر ټکولی.

د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ د فېلېنډ غړیتوب د ناټو لخوا د روس ضد دریځ څرګندوي او خبرداری یې ورکړ چې د روس غبرګون به هغو وسلو ته په کتلو وي چې ناټو یې هلته ځای پر ځای کوي.‌

پیسکوف له خبریالانو سره په یو کانفرانس کال کې وویل، "مونږ به له نېږدې څارنه کوو چې په فېلېنډ کې څه تېرېږي او ناټو به څنګه د وسلو او وسایلو د پراخوالي لپاره د فېلېنډ له خاورې کار اخلي او زمونږ پولې ته څېرمه به څه جوړوي چې مونږ به وګواښي. دې ته په کتلو به اقدامات کېږي."

خو پیسکوف همدارنګه دا ډېر اثرناکه و نه ګڼله ځکه وايي، روس له فېلېنډ سره کومه ځمکنۍ شخړه نه لري.

دا څرګنده نه ده چې روس د فېنلېنډ پولې ته څېرمه کوم اضافي‌ پوځي سرچینې استوي ځکه ماسکو خو د خپل پوځ زیاته برخه د اوکراین جګړې ته ګمارلې ده.‌

سټالټبرګ ویلي، فېلېنډ به له یوځای کېدو سره د ناټو د اوسپنیزو امنیتي‌ ضمانتونو لاندې راشي د کومو له مخې چې ټولو غړو هېوادونو ژمنه کړې که په هر غړي یې برید وشي‌ نو دوی به یې ټول دفاع ته درېږي.

د فېنلېنډ یوځای کېدل به د ناټو په مرکز برسلز کې د بیرغ په پورته کولو سره وشي او دا د ناټو د جوړېدو له ورځ سره هم سمون خوري ځکه د ناټو د واشنګټن تړون ۷۴ کاله مخکې، د ۱۹۴۹ م کال د اپرېل په څلورمه نېته شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG