لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د طالبانو په واکمنۍ کې هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو چارې روانې ساتلې دي


واشنګټن ـــــ په کابل کې دننه د هغې ودانۍ چې یو وخت د بهرنیو سیلانیانو لپاره د تجارتي ګیسټ هاوس یا مېلمستون په توګه ترې کار اخیستل کېده، اوس یې ګڼ شمېر خونې هغو کورنیو یا کسانو نیولې دي چې بهر ته د تګ اجازه نه لري یا هم چاته د خپل کره ځای په اړه معلومات نه ورکوي.

دغه کسان د افغانستان له بېلابېلو برخو راوستل شوي او په دې ودانۍ کې د دې لپاره اوسېږي چې کوم درېیم هېواد ته په الوتکه کې د تلو انتظار وکړي او بیا له هغه ځایه خپل وروستي منزل امریکې ته ولېږل شي.

د امریکې یو مخکینی قراردادي- چې خپل نوم پټ ساتل غواړي- په کابل کې بهر ته د وتلو لپاره د پرواز په انتظار دی او وایي په راتلونکو دوو اونیو کې به یې پینځه کسیزه کورنۍ البانیا ته ولېږل شي. هغه وي او اې ته وویل:

"زه نه یم خبر موږ به څومره وخت په البانیا کې یو خو هیله لرم چې دا به ډېر وخت نه اخلي".

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو تقریباً دوه کاله وروسته هم امریکا په افغانستان کې دننه خپله قونسلګري یا سفارت نه لري خو د سپېشل امیګرېشن یا د کډوالو د داخلېدو د ځانګړي پروګرام له مخې یې د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو چارواکي د خلکو د وتلو لپاره له روانو پروازونو خبر دي خو پر هغو تورونو برسېره یې هم د انخلا د پروګرام مخه نه ده نیولې، چې وایي دا ډله هغه افغانان په نخښه کوي چې د امریکا په ملاتړ یې له تېر افغان حکومت سره کار کاوه.

د امریکې حکومت په چارټر الوتکو کې له افغانستانه په زرګونو امریکایي شهریان، قانوني مستقل اوسېدونکي، بې سرپرسته ماشومان، کډوال او هغه افغانان منتقل کړي دي چې د مهاجرت ځانګړې ویزې یا ایس آی وي لري.

د مهاجرت ځانګړې ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې د امریکې په بېلابېلو ادارو او پرمختیایي پروګرامونو کې کار کړی وي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي په تېرو 20 میاشتو کې تر 90,000 ډېر افغانان یې په امریکا کې مېشت کړي دي.

د امریکې د رسمي شمېرو له مخې د 2021م د اکتوبر او 2022م کال تر ستمبر میاشتې پورې افغانانو ته تر 11000 زیاتې د ایس آی وي ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن د سږ کال لپاره له کانګرسه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته دې د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام له مخې د 20,000 اضافي ایس آی وي ویزو منظوري ورکړي چې د امریکې له حکومت سره یې مرسته کړې ده.

د 2022م له اکتوبره د 2023م کال تر فروري پورې لږ تر لږه 2,980 افغانان د کډوالو د داخلې د پروګرام له لارې امریکې ته راغلي دي.

د امریکې حکومت وایي پلان لري چې سږ کال د ټولې نړۍ 125,000 کډوالو ته د راتګ اجازه ورکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي دا نه شي ویلای چې په دغو کې به څومره افغانان وي.

د خلکو د ایستلو او مېشتولو د چارو درې ځایونه

امریکې ته له رسېدو مخکې پناه اخیستونکي او کډوال درېیم هیواد ته بېول کېږي او هلته یې د اسنادو د کتنې او بشپړتیا په مرکزونو کې د امنیت او کډوالۍ په اړه کتنه کېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وي او اې ته په یو ایمېل کې وویل، د را منتقل شویو افغانانو لپاره د دوی اصلي د چارو تر سره کولو یا پراسس ځای د قطر په دوحه کې د السیلیه کېمپ دی. وایي په البانیا او کوسووو کې هم د امریکې ته د راتګ لپاره د افغانانو د پروسس کېدو چارې تر سره کېږي.

د 2021م کال په اګست کې د طالبانو تر ناڅاپي واکمنېدو وروسته په کابل کې د ډېرې بیړې او ګډوډۍ په حالت کې له افغانستانه په دوو اوونیو کې د امریکې پوځي الوتکو کې شاوخوا 124,000 کسان و ایستل شول.

له هغه پرته څو زره افغانان په خصوصي الوتکو کې هم متحده عرب اماراتو ته لاړل چې تر اوسه هلته «د اماراتو بشردوستانه ښار» په نوم یو مرکز کې په دې هیله اوسېږي چې له دې ځایه به امریکې، کېنېډا یا بل کوم یورپي هېواد ته ولېږل شي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند وایي، "د امریکې حکومت په عرب اماراتو کې د افغانانو د کېسونو په سپړلو بوخت دی".

د ایس ای وي او د کډوالو له پروګرام پرته امریکې په زرګونو افغانان د لنډمهاله بشردوستانه پېرول پروګرام په بنیاد هم قبول کړي‌ دي.

دغه 18 میاشتنی پروګرام چې د 2022م کال په مارچ کې پیل شوی وو د روان کال په ستمبر کې ختمېږي او هغه قانوني مسوده هم لا د امریکې په کانګرس کې دواړو ګوندونو نه ده منظوره کړې چې د «افغان ایډجسټمنټ ایکټ» په نوم وړاندې شوې وه او مقصد د افغانانو د دایمي اوسېدو لپاره د حل قانوني لاره ایستل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG