لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کوښښ کوي چې خپله نړیواله سوداګري په هندي کلدارې وکړي


واشنګټن – هند داسې ګامونه اخلي چې په نړیوالې سوداګرۍ کې له خپلې کرنسۍ څخه کار واخلي.

دا د دې لپاره چې هند هڅه کوي هغو هېوادونو ته خپل صادرات (درامدات) زیات کړي په کومو چې د ډالرو کمی دی او یا د لویدیځ له بندیزونو سره مخ دي.

د سوداګرۍ پوهان وايي، دغه هڅې چې د ډالر او یورو په وړاندې هندي روپۍ ته پام واړول شي وروسته له هاغې زیاتې شوي کله چې په روس باندې د اوکراین د جګړې له امله د لویدیځ بندیزونه ولګېدل.

د همدې له امله ماسکو او نوي ډلي له ډالر پرته په هندي روپیو او روبلو باندې سوداګري پیل کړه.

هند د امریکا تر مشرۍ لاندې له دغو بندیزونو سره نه دی یوځای شوی او په تېر کال کې یې له روس څخه د خامو تېلو د اخېستلو اندازه زیاته شوې ده.‌

د هند د سوداګرۍ وزیر سونیل برتوال د تېرې جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې نوی ډلي به د هغې نړیوالې سوداګرۍ ملاتړ کړي چې روپۍ کاروي.

برتوال د هند د سوداګرۍ د نوې پالیسې د اعلان پر وخت وویل، "که چېرې داسې هېوادونه وي چې کرنسۍ یې ناکامه وي، د ډالر او د نورو نړیوالې کرنسۍ له کموالي سره مخ وي نو مونږ تیار یو چې له هغوی سره په روپیو کې سوداګري وکړو. له دې سره به نه یواځې زمونږ صادرات مخې ته ولاړ شي بلکه دغه هېوادونه به هم له تاوانه وساتي."

هند د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د سوداګرۍ په داسې مېکانېزمونو باندې کار کوي چې له ډالر څخه‌ څنګ ته لاړ شي کوم چې د لسیزو راهیسې په نړیوالې سوداګرۍ باندې حاکم دی.

نوي ډلي له مالیزیا سره هم داسې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې له هند سره په هندي کلداره سوداګري کوي.

پوهان وايي، دا ګام به له هند سره مرسته وکړي چې سریلانکا او بنګلدیش پر څېر د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د هند سوداګري وده وکړي ځکه دغه هېوادونه د ډالرو له کموالي سره مخ دي.

د نورو ډېرو مخ پر ودې هېوادونو په څېر د اوکراین له جګړې سره د تېلو او خوراکي توکو د بیو له زیاتوالي سره د هغوی د زر مبادلې په ذخیرو باندې فشار پریوتی دی.

سریلانکا په خپلې بهرنۍ قرضې کې تېر کال وروسته له هاغې د ډیفالټ حالت ته لاړه کله چې یې د اقتصادي ناورین له امله د ملکی زر مبادلې کچه وغورځېدله.

د بنګلدیش د ډالرو زېرمه هم د تېرو شپږو کالو تر ټولو ټیټې کچې ته غورځېدلې ده.

هند همدارنګه له سترو سوداګریزو شریکانو سره هم په روپیو کې د سوداګرۍ پر مسلې خبرې کوي چې په هغو کې د سعودي عرب او عربي متحده اماراتو په څېر د تېلو مهم صادرونکي هېوادونه دي.

په تېرې جولای میاشت کې ۱۸ هېوادونو د هندوستان په بانکونو کې د روپیو حسابونه پرانیسي دي.

په دغو هېوادونو کې کینیا، تانزانیا، اسرایل، جرمني، عمان، سینګاپور او موریتیوس شامل دي.

هند یواځینی هېواد نه دی چې په سواګرۍ کې د امریکا له ډالره څخه ځان ازادول غواړي. چین او روس په مخکښه توګه په امریکایي ډالر باندې خپله راکړه ورکړه کموي ځکه د امریکا او پېکنګ ترمنځ اړیکې خرابې دي او ماسکو هم غواړي له لویدیځ له بندیزونو څخه ځان بچ وساتي.

دغه ډول د ختیځې اسیا هېوادونه هم په خپله سیمه کې په خپلو روپیو باندې د سوداګرۍ په زیاتوالي باندې کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG