لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي او ایران خارجه وزیرانو په چین کې سره لیدلي او د سفارتونو پرانیستو پرېکړه یې کړې


واشنګټن ــــ د سعودي‌عرب او ایران د بهرنیو چارو وزرانو د چین په منځګړتوب د اړیکو تر بیرته بحالولو وروسته په لومړي ځل اووه کاله وروسته په بېجنګ کې سره لیدلي دي او د سفارتونو د پرانیستلو پرېکړه یې کړې ده.

د سعودي سرکاري نشریاتي ادارې «الاخباریه» د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر د دې لیدنې وېډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي د سعودي خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د هغه ایرانی سیال حسین امیر عبداللهیان له یو بل سره په لاس روغبړ کوي.

د تهران او ریاض د کلونو دښمنۍ له کبله په منځني ختیځ کې شخړې زیاتې شوې خو اوس دواړو پر دې اتفاق کړی چې خپل سفارتي اختلافات ختم کړي او د یو بل په هېوادونو کې سفارتونه بیرته پرانیزي.

یوه اعلی ایراني چارواکي د دې لیدنې په اړه رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "اعلی استازي پر دې سره متفق شول چې د اپرېل پر شپږمه په بېجینګ کې سره وویني ځکه چې دا تړون د چین په مرسته شوی وو".

په پېجنګ کې تر نننۍ لیدنې مخکې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستیو اوونیو کې دوه واره په ټیلیفون هم خبرې کړې وې.

دواړو هېوادونو په یو ګډ بیان کې ویلي چې تکنیکي ټیمونه به یې تر خپل منځ همکارۍ همږغۍ ته دوام ورکړي چې د همکاریو پراخولو لارې چارې ولټوي:

"په دې کې د پروازونو بیا پیل کول، د سرکاري او پرایوېټ سیکټر د پلاوو دوه اړخیزې لیدنې او د دواړو هیوادونو اخلکو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې شاملې دي."

اې ایف پي د ایران د سرکاري خبري ایجنسۍ د رپوټ په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو خارجه وزیرانو په دې اړه هم خبرې کړې دي چې ژر به په سعودي او ایران کې خپل سفارتونه او قونسلګرۍ هم خلاسې کړي.

څېړونکي وایي د منځني ختیځ د دوو لویو قوتونو تر منځ د کلونو تر اختلاف وروسته د سفارتي اړیکو بیرته جوړېدل به نه یواځې د سیمې په سیاست کې بدلون راولي بلکې په منځني ختیځ کې به د وسلوالو شخړو خطر هم را کم کړي.

سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ.

خو د مارچ پر 10مه د ایران اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان د بېجنګ په منځګړتوب یو تړون لاسلیک کړ، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه وشوه.

سعودي عرب په وروستیو کلونو کې په ایران تور پورې کړی وو چې په 2019م کال کې یې د سعودي د تېلو پر اثاثو د میزایلو او ډرون بریدونه کړي او د خلیج په اوبو کې یې ټېنکرونه ویشتل دي، خو ایران دا تورونه رد کړي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG