لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ملیشیا په زور پاکستان ته لېږل شوی خبريال په خپل ژوند ويريږي


واشنګټن - دا داسې پرواز دی چې هغه به يې کله هېر نه کړي. د دوو پاکستاني استخباراتي افسرانو په څنګ کې ناست سيد فواد علي شاه د مليشيا نه اسلام اباد ته د مسافرو تلونکي يو جهاز ته په زور واچول شو.

هغه نزدې لس کاله وړاندې د پاکستان نه تښتېدلی و او وايي په دې سوچ به وبوږنېدو چې په رسېدو به ورسره څه کيږي. هغه وايي “چې کله يې جهاز ته راوستم ما وګڼل دا مې د ژوند اخري ورځ ده ځکه چې دوی به ما وژني”.

په اګست کې پاکستان ته د راوړلو وروستو دا د فواد علي شاه وړومبۍ خبري مرکه ده چې هغه پکې د وي او ای سره خپلې تجربې شريکې کړې دي.

شاه د مليشيا نه د خپلو تښتولو او پينځه مياشتې په تياره ځايونو کې د ساتلو تفصيل وايي چې څنګه د تفتيش په وخت کې پرې تشدد وشو. اوس په ضمانت پرېښودی شوی خو يوه اوږده مقدمه يې په سر ده.

په جلاوطنۍ کې شاه هر وخت بيداره اوسېدلو خو په 23 اګست چې په پيټرول پمپ کې يو دم د ده په خوا کې ګاډي ودرېدل نو دی پوهه شو چې دا سړي هم په ده پسې راغلي دي.

هغه وايي “زه وتښتېدم او هغوی راپسې شو” او زياتوي چې په تادۍ کې څنګه راپرېوت او ځان يې خوږ کړو خو دغې کسانو دی ونيولو.

د نيولو وروستو يې شاه پوتراجايه ښار ته بوتلو چې د سرښار کواللمپور نه 37 کيلوميټر سويل ته پروت دی او هغلته ورته وويل شو “پاکستاني استخباراتي ايجنسيانې د دوی نه غوښتنه کوي چې تا بيرته پاکستان ته ورکړو”. دوه ورځې وروستو شاه د پي ايي ای په پرواز کې سور کور کړل شو.

هغه وايي دی د سفر د پاره ذهني طور تيار و خو شاه ته څه داسې ناشنا انجېکشن ولګول شو چې په جهاز کې نه ګرځېدلی شو او نه يې خبرې کولی شوې.

شاه په کال 2011 کې مليشيا ته تښتېدلی و او د ميډيا د حقونو د څار اداره رپورټرز وېداوټ بارډرز (ار ايس ايف) وايي د دې نه څو مياشتې وړاندې هغه د پاکستان د استخباراتو د ادارو په اړه په تنقيدي ليکنو د يادو استخباراتو لخوا تښتول شوی و. هغه پاکستان ته مطلوب و او په نيولو کې يې کامياب شو.

د مليشيا حکومت په جنورۍ کې ويلي وو شاه يې د پاکستان په غوښتنه بيرته ورکړی چې په اړه يې اسلام اباد ويلي وو هغه يو پوليس افسر دی او د ډسپلن د خلاف ورزۍ په جرم کې ورته پکار دی. شاه وايي کله يې هم د پوليس سره کار نه دی کړی.

کله چې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نه په دې اړه پوښتنه وشوه نو وياندې ممتاذ زهرا بلوچ وويل:

“زه په دې خبره نه کوم ځکه دا مقدمه په عدالتونو کې ده او نه غواړم کومه فيصله د شاه او لا د چا بل چا ان د ميډيا په حقله وکړم. عدالت به شواهد واوري او پرېکړه به وکړي”.

شاه وايي د نيولو وروستو يوه مياشت ډېره سخته وه ځکه چې وهل ټکول يې خوړل او تفتيش کوونکو د هغه نه په ايي ايس ايي کې د هغه د رابطو په اړه معلومات غوښتل:

“چې کله مې ورته انکار وکړو نو زه يې وټکولم او د بجلۍ شارټونه يې راکړل”. د شاه د دعوې د ازادو سرچينو نه تصديق شوي نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG