واشنګټن ـــــ د مهاجریت نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غندلی دی، بل لور ته د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یو ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې ښځو ته دې ژر تر ژره د دوی په دفترونو کې د کار اجازه ورکړل شي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو نارینه کارکوونکو ته هم امر کړی چې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو د بندیز په همږغۍ کې دې خپلو کارونو ته نه ځي.
د مهاجرت د نړیوالې ادارې ای او ایم مشر انتونیو ویټورینو وايي، خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ګډون ډېر ضروري دی او د دې کار لپاره به سړي د ښځو پر ځای ونه ګومارل شي.
ښاغلي ویټورینو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل یو بیان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د هغوی له حقونو او له بشردوستانه اصولو او ارزښتونو ښکاره سرغړونه وبلله:
"په دې هېواد کې روان اقتصادي او بشري بحران ته په کتو د طالبانو د حکومت دغه کړنلاره زښته ډېرو مجبوره خلکو ته د مرستو د رسېدلو مخه ونیسي".
د مهاجرت د نړیوالې ادارې مشر وایي دوی به خصوصاً له ښځو او نجونو سره د مرستو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي خو باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې په ټول هیواد کې په خوندي توګه د خپل غیرمعمولي کار جاري ساتلو ته لاسرسی او ملاتړ ولري:
"د مهاجرت د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د مرکزي ادارو ټولې ښځینه کارکوونکې به خپلې تنخا په دوامدار ډول اخلي او د ښځو پر ځای به سړي ونه ګومارل شي".
بل لور ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان باید د افغان ښځو او نجونو په نخښه کول، له ولسي ژونده ایستل او ګوښه کول ودروي، ځکه چې وایي د دوی د دې کار دوام د ټولو افغانانو ژوند او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
دغو کارپوهانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو ګډ بیان کې ویلي، طالبان دې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ځکه چې وایي د طالبانو وروستی بندیز به پر افغانانو او روانو بشري چارو ناوړه اغېزې ولري:
"د طالبانو بندیز به ميلیونونه هغو افغانانو ته د بشري مرستو رسول زیانمن کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، په دوی کې ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کېږي".
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، دا بندیز د ښځو خلاف غیرقانوني توپیر، پر ښځو مخامخ حمله او په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو د بنیادي قوانینو او اصولو خلاف دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن هم د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار مخنیوی غندلی او په دې اړه یې ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.
دغه کمیشن چې اوس له افغانستانه بهر کار کوي د اپرېل پر شپږمه په یو بیان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر خپله دې پریکړه دې له سره غور وکړي او بیرته دې یې واخلي:
"په افغانستان کې چې کومې بشردوستانه ادارې کار کوي [د طالبانو] دا پرېکړه د هغوی لپاره یو لوی چېلنج دی، ښځو په تېرو وختونو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې مهم او د ارزښت وړ کردار لوبولی دی، دوی باید د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو دفترونو کې له توپیر پرته کار وکړي".
د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر یوناما کې د ښځو پر کار د طالبانو تازه بندیز ته په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په ګډون امریکې، جرمني، برتانیې، د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو سخت غبرګون ښکاره کړی دی او دا یې د ښځو خلاف د طالبانو یو بل سختدریځه اقدام بللی دی.
په تېرو تقریباً دوو کلونو کې د طالبانو حکومت په ټولنیز ژوند کې پر ښځو او نجونو ډېر زیات بندیزونه لګولي او هغوی د ژوند له ټولو برخو څنډې ته کړل شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د 2021م کال په اګست کې طالبانو په دویم ځل تر واکمنېدو وروسته نجونې تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې له اعلی تعلیمه محرومې کړې دي او د تېر کال د دسمبر له 24مې یې ښځې په غیرسرکاري ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.