لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد او د اسلامي همکارۍ تنظیم د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار بندیز غندلی دی

واشنګټن ــــ یورپي اتحاد او د اسلامي همکارۍ تنظیم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه اندېښنه ښکاره کړې او دا یې د هغوی د بنیادي بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ تنظیم په خپله یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه تازه اعلان "ځوروونکی" بللی او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر کار په بندیز باندې یې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې ده.

"د اسلامي همکارۍ مرکزي دفتر پر واکمنو چارواکو ږغ کوي چې پر دې نه منلو وړ پرېکړه بیا فکر وکړي او افغانانو ته- که سړي دي که ښځې- اجازه ورکړي چې له لسیزو متشددو جګړو، ټولنیزو او اقتصادي زیانونو وروسته د خپل هیواد په جوړولو کې برخه واخلي."

دغه تنظیم وایي د طالبانو نوی فرمان به پر ښځو او نجونو یو په بل پسې بندیزونه لا تېز کړي، چې وایي په هغوی کې دوی له تعلیم، سرکاري نوکرۍ او په غیر سرکاري ادارو کې له کار کولو منع کول شامل دي:

"دغه بې ګټې بندیز نه یواځې پر افغان میرمنو بلکې په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو پر بشردوستانه کارونو هم له بدو اغېزو سره ناوړه نتیجې لرلای شي".

یورپي اتحاد هم د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه تازه پرېکړه له "ژورې صدمې" ډکې بللې ده او وایي دا د توپیري چلنده پرېکړه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونځې نورې هم زیاتې کړي.

یورپي اتحاد وایي د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د نړیوال قانون او هغو تړونونو سرغړونه ده چې افغانستان یې هم غړی دی او له دې سره سره دا د نړیوال بشردوستانه قانون او بشردوستانه اصولو خلاف کار دی.

وایي دا پرېکړه به پر ښځو مخامخ او د هغوی ژوند ته خطرلرونکې نتیجې ولري، ځکه چې وایي د ښځو پر کار بندیز به مجبوره افغانو ښځو، ماشومانو او نارینوو ته د بنیادي بشري مرستو په رسېدو کې خنډ پېښ کړي:

"یورپي اتحاد له ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو متحدینو او ډېرو افغانانو سره یو ځای د ملګرو ملتونو د هڅو کلک ملاتړ کوو چې [د طالبانو] دا پریکړه یې غندلې ده، پر طالبانو ږغ کوو چې دا بندیزونه سمدستي ختم کړي او ډاډ ورکړي چې ښځې او نجونې تعلیم او ګردو ټولنیزو، اقتصادي او ولسي چارو ته برابر لاسرسی ولري".

طالبانو تر اوسه د اسلامي همکارۍ تنظیم او یورپي اتحاد اندېښنو او غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (يوناما) د اپرېل پر څلورمه ویلي وو، چې په ننګرهار ولایت کې د دوی ښځینه کارکوونکې کار ته له ورتګه منع کړل شوې دي.

یوناما د طالبانو تر دې پریکړې وروسته د پنجشبنې- زیارت په ورځ خپلو ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې تر دوو ورځو پورې دې خپلو کارونو ته نه ځي.

د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر یوناما کې د ښځو پر کار د طالبانو تازه بندیز ته په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په ګډون امریکې، جرمني، برتانیې، د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو سخت غبرګون ښکاره کړی دی او دا یې د ښځو خلاف د طالبانو یو بل سختدریځه اقدام بللی دی.

د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار، سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز فعالیت کلک بندیزونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه یې د نجونو تعلیم ځنډولی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG