لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بورکینا فاسو کې "ترهګرو" 44 تنه وژلي، ځایي خلک وایي وسلوالو د څارویو د دوو وژل شویو غلو غچ واخیست


واشنګټن ـــــ د لوېدیځې افریقایي په بورکینا فاسو هېواد کې چارواکي وایي د نایجر پولې ته نیژدې د ملک په شمال ختیځه برخه کې په دوو کلیو کې "وسلوالو ترهګرو ډلو" 44 تنه عام خلک وژل شوي دي.

ځايي خلک وايي پر دغو دواړو کليو باندې د هغو "دوو جهاديانو" په بدل کې بریدونه شوي دي چې څو ورځې وړاندې يې د څارويو د غلا هڅه کړې وه او خلکو وژلي وو.

د ساحل سیمې لېفټیننټ‌ ګورنر روډولف سورګو وایي، دا د کرکې وړ او وحشیانه برید د پنجشنبې- زیارت په شپه شوی دی چې د بورکینا فاسو په شمال ختیځ کې یې د کوراکاو او توندیبي په نوم دوه کلي په نخښه کړي دي.

سورګو د لومړیو شمېرو په بنیاد وایي چې په کوراکاو کلي‌کې 31 تنه وژل شوي او په توندیبي کلي کې 13 کسان وژل شوي دي او په دواړو کلیو کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د کوراکاو کلي یو اوسېدونکی وایي، د پنجشنبې- زیارت په شپه ناوخته ګڼ شمېر ترهګر د دوی کلي ته ور ننوتل. هغه وایي:

"په ټوله شپه مو ډزې اورېدې، د جمعې په سهار مو ولیدل چې په لسګونو کسان وژل شوي دي."

د بورکینا باسو په ګډون د ساحل سیمې په هېوادونو کې د القاعده او داعش ډلې وسلوال فعالیت کوي او په تېرو کلونو کې یې هم ستر بریدونه کړي خو د دې تازه برید ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې.

د دې هېواد د رسمي شمېر له مخې "جهادي وسلوال" د ملک پر 40 فیصده خاوره باندې کنټرول لري،‌ چې د روان کال له پیل راهیسې یې مسلسل بریدونه روان ساتلي او له پوځيانو کاروانونو سره سره یې عامو خلکو ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

د روان کال په فرورۍ میاشت کې هم د بورکینا فاسو په شمال کې په ډیوو سیمه کې 71 پوځیان په یو برید کې وژل شوي، په لسګونو ټپیان شوي‌ او پینځه یرغمل کړل شوي‌ وو چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې وه.

دغه وروستي دوه بریدونه د سیټینګا په نوم هغه کلي ته نیژدې شوي دي چې د تېر کال په جون کې یو خونړی برید پکې شوی وو او په نتیجه کې یې 86 تنه عام خلک وژل شوي وو.

د بورکینا فاسو نوي پوځي مشر کرنل سیلسټن سمپور په دې اوونۍ کې د کال له پیل راهیسې د وسلوالو یاغیانو تر یو شمېر بریدونو وروسته ویلي وو چې "د جهادیانو خلاف به متحرک بریدونه" تېز کړي.

په 2015م کال کې چې جهادیانو له ګاونډي هېواد مالي څخه وسلوال کمپېن پیل کړی، د یوې غیرسرکاري ادارې د اټکل له مخې تر 10,000 ډېر عام خلک، پوځیان او پولیس وژل شوي او لږ تر لږه دوه میلینه خلک بې کوره شوي دي.

یادونه:- د دې خبر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG