واشنګټن – د امریکا د کانګرس له ۱۳۰ څخه زیاتو وکیلانو هغه ګډ لیک لاسلیک کړ په کوم کې چې له اروپايي ټولنې څخه غوښتل شوي چې د ایران انقلابي ګارډ دې د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه ونوموي.
په دغه لیک کې چې د اروپا د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل ته لیکل شوی، وکیلانو ویلي، ایران "د ترهګرۍ یو مخکښ ملاتړ کونکی هېواد دی" او د ایران انقلابي ګارد د لسیزو راهیسې په ازاده توګه د اروپايي اتحاد په هیوادونو کې په ملکیانو باندې بریدونه کړي.
وکیلانو ویلي، "د ترهګر تنظیم په توګه د ایران د انقلابي ګارد د نومولو په بهیر کې مونږ په حقوقي پېچلتیاو باندې پوهېږو او دې اړتیا ته په بشپړه توګه د قدر په سترګه ګورو چې دغه پرېکړه د کوم قضايي او یا بلې هغې ادارې لخوا وشي چې وړتیا یې ولري."
لیک زیاتوي، "خو د اروپايي اتحاد غړو هېوادونو او خلکو ته د ایران لخوا د ګواښونو له زیاتېدو سره، مونږ له تاسو غواړو چې د دې مسلې په اړه چټک ګام پورته کړئ."
په لیک کې همدارنګه د ترهګرۍ ضد مرکز لخوا هغه ترسره شوې څېړنه هم راخېستل شوې چې وايي، ایران په تېرو پنځو کلونو کې په اروپا کې لږ تر لږه د خلکو د وژلو، تښتولو او څارلو ۳۳ پېښې ترسره کړي.
بورېل ویلي، د ترهګر تنظیم په توګه د ایران د انقلابي ګارد نومولو لپاره باید لومړۍ د اروپايي ټولنې د لږ تر لږه یوه هېواد په محکمه کې هغه وغندل شي.
امریکا په ۲۰۱۹ م کال کې د ترهګر تنظیم په توګه د ایران انقلابي ګارد اعلان کړی.
د دې راپور ځینې معلومات له رویټرز خبري ادارې څخه راخېستل شوي.