لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه څومره مالداره ده چې ١٠مېلینه روپۍ ټېکس ترې غوښتل کېږي؟


ګل پاڼه وایي کاش چې یا خو دپښتنو فنکاره نه وی اؤ یا بیا په دې خاوره نه اوسېدلی
ګل پاڼه وایي کاش چې یا خو دپښتنو فنکاره نه وی اؤ یا بیا په دې خاوره نه اوسېدلی

دپښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو محکمې د ١٠ مېلینو روپو د ټېکس نوټس لیږلی اؤ وایي ګل پاڼه په مېلینونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍټېکس هم نه دی ادا کړی.

ګل پاڼې وي او ای ډیوه ته وویل “زما زړه خو ډیر سخت خفه شي چې دپښتونخوا نه بهر فنکاران د ورځې په کروړونو روپۍ ګټي خو په هغوئ پسې دومره درانه ټېکسونه نه لیږل کیږي اؤ دهشت ګردۍ ځپلي پښتون فنکار نه یو کروړ روپۍ ټېکس غوښتل کیږي”

ګل پاڼه وایي دپښتونخوا په ترهګرۍ ځپلو هنرمندانو پسې په کروړونو روپو ټېکسونه لیږل صفا ښایي چې ریاست که پخپله دپښتنو هنرمندانو دښیګړې دپاره څه کولی نه شي نو دپرمختګ مخه یې ضرور نیسي.

دخیبرپښتونخوا صوبې دټیکسونو دمحکمې ګل پاڼې ته په لیږل شوي نوټس کې ویل شوي چې هغې دهیواد دننه اؤ بهر په سندرو اؤ کلتوري کنسرټونو کې په مېلینونو روپۍ ګټلي دي خو تراوسه یې په دغو پیسو هیڅ ټېکس قامي خزانې ته نه دی ورکړی.

وتلې هنرمندې ګل پاڼې وایس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې تماس ونیولو نو هغې ومنله چې د یو کروړو روپو د ټېکس نوټس ورکړل شوی خو وې ویل چې هغه دخپلو وکیلانو سره په دغه اړه په مشوره بوخته ده اؤ دقانوني لارې به خپل ځواب وایي.

هغې وویل هر چاته معلومه ده چې د پښتنو په خاوره دهشت ګردۍ تر ټولو زیان دموسیقۍ څانګې ته اړولی دی اؤ دلته کلتوري فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

“ولې تاسو نه وینئ چې نن زمونږ فنکاران څومره د بې وسۍ په حالت کې مري؟ خو دا ځکه چې کار یې نشته اؤ ریاست دهغوئ ښیګړې ته توجو نه کوي نو که په داسې حال کې زه یا زما په شان نور فنکاران پخپل همت مخې ته ځي پځایې ددې چې حکومت یې حوصله افزایي وکړي ، دداسې حرکتونو په وجه یې ددې فن نه زړه ماتوي.”

ګل پاڼې نه چې کله ډیوه وپوښتل ایا په رښتیا هم دومره ډیرې پېسې ګټې چې په کروړونو کې درنه ټېکس غوښتل کیږي “نو وې ویل اول خو دې خلک پخپله داسوچ وکړي چې که ما دومره پېیسې ګټلی نو بیا به تراوسه په پیښور کې ناسته وم ؟”

هغې وویل کله چې دیو فنکار سره د ریاست دې رویې ته وګوري نو ووایي “کاش چې یا خو دپښتنو دخاورې فنکاره نه وم اؤ یا مې هډو دلته ژوند نه کولی.”

ګل پاڼه د پښتو هغه دښکلي غږ اؤ څهرې هنرمنده ده چې په مېلینونو مینه وال لري..

دپيښور سره تعلق لرونکې ګل پاڼې دپيښور پوهنتون څخه په سوشیالوجي کې دماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده اؤ وایي چې اوس د پي ایچ ډي‌ کولو اراده هم لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG