واشنګټن – د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، کیېف غواړي چې هند دې له روس سره د اوکراین د شخړې د حل لپاره مرسته کې زیات ښکېل شي.
ایمن جاپاروا همدانګه وغوښتل چې لومړی وزیر نریندرا مودي او نور لوړ پوړي هندي چارواکي دې له اوکراین څخه لیدنه وکړي.
هغې له سي ان بي سي، ټي وي سره په یوې مرکه کې وویل، چې کیېف همدارنګه له هند څخه تمه لري چې اوکرایني چارواکو ته د جي شلو هېوادونو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي او له کیېف سره سیاسي ډیالوګ زیات کړي.
هند سږ کال د G-20 ډلې دوروي مشري لري او په سپټمبر کې به ددغې سرمشریزې کوربه وي.
هند په روس باندې د یرغل له امله دومره نیوکې نه کوي لکه نور هېوادونه یې چې کوي او همدارنګه له روس څخه یې د تېلو اخېستل هم زیات کړي چې د هند اقتصاد ته د ژوند د وینې په څېر ارزښت لري. خو نورو هېوادونو له روس څخه د تېلو اخېستل بند کړي او یا لږ تر لږه کم کړي دي.
جاپاروا چې له نوي ډلي څخه په یوه څلور ورځني سفر ده په مرکه کې وویل، "مونږ باور لرو چې هند دې د اوکراین په مسله کې تر ډېره حده ښکېله وي."
هغې زیاته کړه، "مونږ باور لرو چې ددغه هدف لپاره په لوړه کچه د خبرو زیاتېدل لومړی ګام دی. زما ولسمشر له وزیر اعظم مودي سره د ټیلیفوني خبرو غوښتنه کړې. مونږ دې ته ګورو چې یوه ورځ یې په کیېف کې هرکلی وکړو."
جاپوروا له مرکې مخکې د ورځې په سر کې خبریالانو ته وویل، چې هند باید د خپلو سرچینو په خوندي کولو کې له احتیاطه کار واخلي چې په هغو کې د انرژۍ او دفاعي وسایل هم شامل دي او په روس باندې په تکیه کولو یې خبرداری ورکړ.
هند د اوکراین د مسلې ډیپلوماټیک حل غوښتی او مودي د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته په سپټمبر کې ویلي وو چې اوس " د جګړې دور نه دی."
خو هند په ورته وخت کې له روس څخه د تېلو اخېستل زیات کړي او د اروپايي هېوادونو لخوا د روس په تېلو باندې له بندیز وروسته د روسي تېلو له ټیټې بیې څخه ګټه اخلي.
روس د لسیزو راهیسې لکه د پخواني شوروي اتحاد په څېر د هند د وسلو او دفاعي وسایلو مهمه سرچینه ده او اوس یې د خپلو خامو تېلو لپاره ههم د عراق د تېلو ځای نیولی.
جاپاروا ویلي، "مونږ فکر کوو چې دا ډېره مهمه ده چې سرچینې باید ډول ډول وي، نه یواځې د انرژۍ په برخه کې بلکه د پوځي وسایلو لپاره هم.
هغه زیاتوي. "کله چې تاسو په روس پورې تړلي اوسئ نو دوی هر کله له دې څخه د بلک مېلېنګ لپاره کار اخلي."